بریتانیا: پخوانی روسی جاسوس سرګي سکریپال مخ ښه کېدو دی

پخوانی روسی جاسوس سرګي سکریپال

په بریتانیا کې روغتیايي چارواکو نن د جمعې په ورځ وویل پخوانی روسي جاسوس سرګي سکریپال اوس له نازک حالت څخه وتلی او په چټکی سره مخ په ښه کېدو دی.

پخوانی دوه اړخېز جاسوس سکریپال او لور يې یولیا د تېر مارچ میاشت په څلورمه نېټه د بریتانيې په سالزبري ښار کې د یو ډول اعصاب فلجوونکو کیمیاوي موادو له امله په بې هوښه او نازک روغتیايي وضعیت کې موندل شوی و.

بریتانيې د روسيې حکومت تورن کړ چې د هغو موادو په واسطه يې د سرګي سکریپال د وژلو هڅه کړې ده چې د سړې جګړې پر مهال په روسیه کې تولیدېدل.

روسیه په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او دې پېښې د لندن او نورو لویدیځو هېوادونو او مسکو ترمنځ اړیکې بحراني کړې.