په کلات کې د زابل د سل بستریز روغتون د رغونې چارې پیل شوې

د زابل ولایت د سل بستریز روغتون د رغونې چارې پرون پنجشنبې په مرکز کلات ښار کې پیل شوې.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل چې د دې روغتون له بشپړېدو سره به د زابل د مرکز او ولسوالیو د خلکو ستونزې تر یوه حده پورې حل شي.

سیال وايي:

"د دې روغتون له جوړېدو سره به نوي وسایل او امکانات هم په صحي برخه کې دې روغتون ته ورکړل شي او د زابل د خلکو یو څه اړتیاوې به پوره کړي."

د زابل د سل بستریز روغتون پر رغونه د عامې روغتیا وزارت له انکشافي بودجې څخه ۱۶۳ میلیونه افغانۍ لګښت په پام کې دی او چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې شي.

زابل که څه هم د هېواد د نورو لایتونو په څېر پنځوس بستریز مرکزي روغتون لري، خو سیمه ییز چارواکي وايي، دې روغتون کافي امکانات نه لرل او داسې یوه روغتون ته چې ښه تجهیزات او وسایل ولري جدي اړتیا لیدل کېده.