غني: پر انتخاباتو د څار لپاره د ګوندونو او حکومت تفاهم مهم دی

ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو او حکومت ترمنځ تفاهم پر انتخاباتو د څار لپاره مهم بولي.

ښاغلي غني پرون د یو شمېر سیاسي ګوندونو له استازو سره په کتنه کې د هېواد له سیاسي جریانونو څخه وغوښتل چې په دې کار کې ونډه واخلي.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي چې په دې کتنه کې په ټاکلي وخت د انتخاباتو د ترسره کولو، پر انتخاباتو د څارنې، د هېواد ټولو وګړو ته د رأی ورکولو د زمینې د برابرولو او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د نوې پرېکړې له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د ۱۲۹۷ کال د تلې یا میزان په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي.