نیوزویک: امریکا د برښنا په یوې پروژې چې کار نه ورکوي ۶۰ میلیونه ډالره ضایع کړي

  • نیوزویک مجله

امریکا متحده ایالتونو د برښنا په یوې پروژې چې کار نه ورکوي شپېته میلیونه ډالره ضایع کړي دي.

دا د نیوزویک مجلې د یوې مقالې عنوان دی چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو په سر د څار ادارې یا سیګار د یوه راپور په حواله یې لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي چې د امریکا متحده ایالتونو د پوځ انجینیرۍ برخې د افغانستان لېرې پرتو سیمو ته د شمال ختیځ برښنا رسونې په نوم په یوې پروژې شپېته میلیونه ډالره لګولي دي.

نیوزویک د سیګار د تازه راپور په حواله لیکلي چې د پوځ انجینیرۍ برخې د لوړ ولتاژ لرونکې برښنا دستګاوې او د مزو د انتقال پایې په هغو سیمو کې جوړې کړي چې د خلکو ځمکې دي او د پایو د چپه کېدو او خلکو ته د زیان رسېدو امکان په‎کې شته.

د راپورله مخې تراوسه پورې د دې پروې په چوکاټ کې ۱۸۲ داسې سټيشینونه جوړ شوي چې نه ترې استفاده کېږي او نه هم ازمویل شوي دي.

د امریکا د پوځ انجینیرۍ برخې د سیګار راپور چې ګواکې دا پروژه کار نه ورکوي رد کړې ده.

د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي چې په څه باندې ۱۶ کلونو کې یې لګښت تر ۸۰۰ میلیارده ډالرو زیات بلل شوی دی.

نیوزویک لیکلي چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د امریکا کانګرس د سیګار اداره د دې لپاره جوړه کړه چې د جګړه ځپلي افغانستان د ابادۍ او ارامۍ لپاره د امریکا د میلیاردونو ډالرو په لګښت نظارت وکړي.

  • ډیلي مېل

ډیلي مېل ورځپاڼې په لندن کې د یوه افغان پناه غوښتونکي په وژل کېدو یو مطلب لیکلی دی.

د خپرونې په لیکنه، موسی خان ناصري په ۲۰۱۵ میلادي کال کې وروسته له هغه له افغانستانه بریتانیا ته تللی و چې طالبانو یې د کورنۍ غړي ور ووژل.

طالبانو د موسی خان پلار، مور، دوه خویندې او یو ورور داسې وخت ووژل چې په خوب وېده وو.

ډیلي مېل لیکلي چې شل کلن موسی خان ناصري د تېر کال د اکتوبر په ۱۵مه د لندن په یوه پارک کې پنځو کسانو د چاقو په ضربو وواژه.

ویل کېږي چې ناصري له دغو کسانو پوروړی و.

ناصري چې د ډیلي مېل په خبره د نشه‎يي موادو له درکه لس یورو پوروړی و، په زړه کې په چاقوانو لګېدلی و او ځای پر ځای یې ساه ورکړې وه.

صفي‎الله ستانکزی