د کونړ اوسېدونکي: پاکستانۍ هليکوپټرو نن بیا پر کونړ هوايي حملې کړي

د کونړ اوسېدونکي وايي چې پر دانګام ولسوالۍ باندې یو ځل بیا د پاکستان پوځ د درنو توپونو په سلګونو ګولۍ راویشتلي او څلور ځلې د هغه هېواد هلیکوپټرې د دانګام خاورې ته داخلې شوي او بمبار يې کړی چې له امله‌یې په زیات شمېر کې کورنۍ له خپلو مېنو راوتلې دي.

د دانګام ولسوالۍ یوه تن اوسېدونکي محمد کریم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو ١٠ ورځو نه د پاکستان پوځ هره ورځ د درنو توپونو په سلګونه ګولۍ راولي او نن سهار د پاکستاني ځواکونو هلیکوپټرو هم د دوی سیمې بمبار کړې دي.

محمد کریم وړاندې وویل:

"یو څلور ځلې راواوښتې، څلور څلور او پنځه پنځه هلیکوپټرې به وې او یو یو ساعت بمبار به‌يې وکړ بېرته به د ډیورند له کرښې واوښتې، له پولې به دوه کېلو متره د دانګام خاوره کې دننه راغلې وې، ځنګلونه‌يې ویشتل، هلته بانډې دي هغه‌یې هم ویجاړې کړې دي او د توپونو خو حساب نه‌شته، پرون جېټ الوتکو بمبار کړی وو او نن هلیکوپټرو بمبار وکړ، د سور ګلو سر او ترې پما سر او د شهیدانو سر باندې يې بمبار کړی."

هغه وايي، د پاکستاني ملېشو توپچي او هوايي بریدونو له امله ګڼو خلکو خپل اباد کورونه پرېښي او په نږدې ځایونو کې يې له خپلوانو کره اړولي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم هم ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د هوايي ځواکونو هلیکوپټرې د دانګام حریم کې داخلې شوي او بمبار يې کړی دی.

ده زياته کړه:

"د پاکستاني پوځیانو هلیکوپټرې یو ځل بیا د دانګام حدودو ته د پنجشنبې سهار اته بجې داخلې شوې چې د شهیدانو سر او لیټۍ کنډو سیمې يې بمبار کړې دي، بېرته تللې دي، ساحه ليرې ده او کور کلي هم نه‌شته، نو ځکه د تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نه‌شته، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۸۷ د توپونو ګولۍ د پاکستان پوځ د دانګام په خاوره راویشتلې دي، یوه ماشومه په‌کې ټپې شوې ده."

مصمم وايي، کومې کورنۍ چې د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کېږي د هغوی د دقیق شمېر معلومولو او مرستو کولو لپاره دانګام ته د سروې ډلې تللې دي.

مصمم وایي:

"په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان د بریدونو له امله ۳۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي او د سروې ټيمونه لګیا دي د بې‌کوره شویو کسانو نومونه لیکي او بیا به ورته مرستې برابروي."

دا په داسې حال کې ده چې نن په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسؤلینو ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان حملو ته‌یې په سقیله وسلو ځواب ورکړی دی.

د کونړ پر خاوره د پاکستاني ځواکونو توپچي او هوايي بریدونه په داسې حال کې زیات شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلو حالاتو د سمولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاويو تګ راتګ پیل شوی او ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ د پاکستان لومړی وزیر کابل ته سفر وکړي.

خو د افغان دولت مشرانو ته په‌کار ده چې ورته په ښکاره ډول ووايي چې نور دې خپل پوځیان د کونړ پر خاوره له بریدونو او په افغانستان کې له نورو لاسوهنو منعه کړي.

راپور: روح‌الله انوري