د پاکستان پوځ د کونړ پر دانګام تر ۶۰۰ ډېر د توپونو مرمۍ ویشتلي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ له لوري د کونړ پر دانګام ولسوالۍ تر ۶۰۰ ډېر د توپونو مرمۍ ویشتل شوې دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دې بریدونو کې خلکو ته زیات مالي زیانونه اوښتي او یوه نهه کلنه نجلۍ په‎کې ټپي شوې ده.

تر دې دوه ورځې وړاندې یې هم د کونړ پر دانګام، سرکاڼو او شلتن ولسوالیو له ۳۰۰ زیاتې د توپونو مرمۍ راویشتلي چې په دانګام کې د یوې کورنۍ دوه غړي ټپيان شوي دي.

ښاغلی مصمم وايي، له دغو بریدونو زیاتو کورنیو خپلې مېنې پرېښي او نورو ځایونو ته تللي دي.

دغه بریدونه په داسې حال کې زور اخلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرابو شویو اړیکو د رغولو لپاره هڅې تُندې شوي او د دواړو هېوادونو د تعلقاتو ښه کولو لپاره د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی سبا کابل ته ځي.

تېره ورځ د پاکستان جېټ الوتکې هم د دانګام خاورې ته داخلې شوې وې چې یو شمېر سیمې يې هم بمبار کړې وې.