ایزدیار: مولانا فضل‌الرحمن له کندز حملې پرته په نورو ولې احتجاج ونه‌کړ؟

د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای پاکستان له‎خوا د کندز پر دشت ارچي ولسوالۍ د برید غندل، په یاد برید کې د وژل شویو طالب قوماندانانو او د کوټې شورا له یو شمېر غړو سره خواخوږي ښيي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار نن پنجشنبه ازادي راډیو وویل، په تېره کې هم په افغانستان کې په بېلابېلو بریدونو کې ګڼ ملکیان وژل شوي، خو نوموړي کله هم د احتجاج غږ پورته نه‎کړ.

نوموړی وايي:

"دا چې مولانا فضل‌الرحمن یوازې د کندز برید په استثنایي ډول غندي، دلیل‌یې ښایي دا حقیقت وښيي چې په دغه برید کې یو شمېر طالبان او د هغوی مشران او دغه‌راز د کوټې شورا غړي وژل شوي دي."

یو شمېر پاکستاني رسنیو لیکلي چې د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر مولانا فضل رحمان د کندز برید غندلی او سبا جمعه‌یې په غبرګون کې د احتجاج اعلان کړی دی.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د لوړپوړو طالب قوماندانانو په ګډون ۱۸ تنه په‎دې برید کې چې د دوشنبې په ورځ د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې وشو، ووژل شول او ۱۲ تنه ټپیان دي.

د کندز په‎دې پېښه کې د ملکي وګړو د تلفاتو ادعا هم کېږي، خو د کندز والي وایي چې دا پېښه به د حقیقت موندنې له پلاوي سره په جدي توګه وڅېړي.