امریکا په پام کې لري چې پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي

د امریکا متحده ایالات په پام کې لري چې پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.

د رسنیو د راپورونو له‎مخې دا ځل به هغه روسي میلیاردران په نښه شي چې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره اړیکې لري.

روېټرز اژانس او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو شمېر امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه‌یې نه‎دي اخیستل شوي ویلي چې د امریکا د هغه قانون له مخې به چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مسکو د لاسوهنې د ادعا په ارتباط مجازات ټاکي، پر لږ تر لږه شپږو روسانو دغه بندیزونه ولګول شي.

واشنګټن پوسټ ویلي، دغه بندیزونه پر یو شمېر هغو شتمنو روسانو لګول کېږي چې د امریکا د خزانې وزارت‌یې د نومونو فهرست په تېره جنوري کې خپور کړی و.

په دغه لېست کې د روسیې د ګازو د لوی شرکت ګازپروم د اجرائیه رئیس الکسي میلر او د تېلو د سترې دولتي کمپنۍ روس‌نفت د اجرائیه رئیس ایګور سچېن په څېر مشهورې څېرې شاملې دي.

روېټرز او واشنګټن پوسټ نن او سبا د دغو نویو بندیزونو د اعلانېدو خبره کوي.

وروستی ځل د امریکا خزانې وزارت د مارچ په ۱۵مه پر ۱۹ افرادو او د روسیې د استخباراتو د خدماتو په ګډون پر پنځو ادارو د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې او پر متحده ایالاتو د سایبري حملو په خاطر لګولي وو.