ټرمپ موافقه وکړه چې د یوې مودې لپاره خپل ځواکونه سوریه کې وساتي

د امریکا یو جګ‎پوړی چارواکی وایي، ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپلې امنیتي ډلې سره د غونډې پر مهال موافقه وکړه چې د یوې لنډې مودې لپاره خپل ځواکونه په سوریه کې وساتي.

د دې چارواکي په وینا چې نوم‌یې نه‎دی اخیستل شوی، ولسمشر ټرمپ په سوریه کې د اوږدمهاله ژمنې غوښتونکی نه‎دی.

دې مقام پرون چهارشنبه روېټرز اژانس ته وویل، ټرمپ غواړي چې ډاډه شي چې داعش ځپل شوی او د سیمې اکثره هېوادونه د سوریې په ثبات کې مرسته وکړي.

بل لورته د امریکا د ملي استخباراتو رئیس ډان کوټس ویلي چې سپینه ماڼۍ به ډېر ژر په سوریه کې د امریکایي ځواکونو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.