په بامیان کې مدني فعالان د لښکرګاه له پرلت سره همغږه شول

په بامیان کې مدني فعالان د چهارشنبې په ورځ د لښکرګاه له پرلت سره همغږه شول.

په‎دې مناسبت د بامیان په ښار کې جوړې شوې غونډې ته د مدني ټولنې د شبکې د دفتر مسؤل اسماعیل ذکي وویل:

"د مدني ټولنې فعالان په بامیان ولایت کې او د بامیان خلک د خپلو هلمندي هېوادوالو د تحصن او د هغوی د غوښتنو چې امنیت دې تأمین شي او جګړه دې ودرول شي، ملاتړ کوي."

نن ۱۱مه ده چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یو شمېر نارینه او ښځې راغونډې شوې دي او له طالبانو او حکومته غواړي چې اوربند وکړي او له جګړې لاس واخلي.