فعالان: د کندز پر ۳ نویو منظور شویو ولسوالیو لا هم طالبان حاکمیت لري

د کندز یو شمېر مدني فعالان وايي چې درې کاله وړاندې ولسمشر اشرف غني دغه ولایت ته د سفر پر مهال درې نوې ولسوالۍ د کندز لپاره منظور کړې، خو تر اوسه پورې دغه تازه منظور شوې ولسوالۍ نه‌دي فعاله شوي او لا هم د وسله‌والو مخالفینو تر واک لاندې دي.

یاد فعالان وايي چې له کلونو راهیسې وسله‌والو مخالفینو د دې ولایت بېلابېلې سیمې نا ارامه کړي او د دې ولایت په پراخو سیمو کې فزیکي حضور لري چې د خلکو ژوند یې له بېلابېلو ننګونو او ګواښونو سره مخ کړی دی.

د دې ولایت دوو تنو مدني فعالانو ذبیح‌الله رحیمي او اکمل رحماني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل.

"د دې ولایت په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې جنګ او ناامنۍ دي او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي او سربېره پر دې د لویو لارو په اوږدو کې هم امنیتي ګواښونه موجود دي، دولت باید دغو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي ترڅو خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي."

"موږ هېڅ د امنیت او خوندیتوب احساس نه‌کوو، کله چې له کور نه د کار سر ته ځو او که د کار سر څخه کور ته ځو د ډاډمن امنیت احساس نه‌کوو."

اقتاش، کلباد او ګل‌تپه د کندز له درېیو تازه منظور شویو ولسواليو څخه دي چې د فعالانو په وینا لا هم د وسله‌والو مخالفینو تر واک لاندې دي.

له دې سره سم په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندان خلیل‌الله ضیايي بیا وايي چې دوی پلان لري په روان کال کې د «نصرت ۹۷» په نوم د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې تصفیوي عملیات پیل کړي، ترڅو د تازه منظور شویو ولسوالیو د تشکیلاتو د ځای پر ځای کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

خلیل ضیايي

ښاغلی ضیايي زیاتوي:

"د دغو ولسوالیو د فعالولو لپاره موږ پوره چمتووالی نیولی او دغه ولسوالۍ موږ د «نصرت ۹۷» د تصفیوي عملیاتو په پلان کې شامل کړي دي."

نوموړی زیاتوي چې د اټکل له مخې دا مهال په دې ولایت کې د دولتي ځواکونو پر وړاندې دوه زره تنه وسله‌وال مخالفین جنګېږي او سربېره پر دې د کندز پېچلۍ اراضي او د ځنګلونو شتون هم یو له هغو لاملونو څخه شمېرل کېږي چې د دولت ضد عناصرو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو عملیات‌یې ټکني کړي دي.

د کندز قلعه‌زال ولسوالي

دی وايي:

"له پېچلې او له ځنګلونو پوښلې اراضۍ څخه ساتنه ستونزمن کار دی او هغه جګړه چې ۱۸۰۰ او یا ۲۰۰۰ نفر یې د چریکي او ګوریلايي په ډول کوي، نو له کبله‌یې قوتونه له ننګونو سره مخ کېږي."

کندز د هېواد له مهمو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې شمالي او شمال ختیځ ولایتونه‌یې سره نښلولي دي، خو امنیتي ستونزو په دې ولایت کې هر څه ټکني کړي دي د بېلګې په توګه په کندز کې له ۶ میاشتو راهیسې د مخابراتي خدمتونو ۲۴ ساعته فعالیت ۸ ساعتونو ته راښکته شوي دي چې عمده لامل‌یې نا امني او د وسله‌والو مخالفینو ګواښونه بلل کېږي.

خو د دې ولایت د امنیتي بنسټونو چارواکي، کندزیانو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به دغو ننګونو ته د پای ټکې کېښودل شي.

راپور: اجمل ارین