د نړیوالو کیمیاوي وسلو څارونکي نن په هاګ ښار کې غونډه کوي

د روسیې جمهور رئیس هیله ښکاره کړې چې د نړیوالو کیمیاوي وسلو د څارونکو نننۍ ناسته د پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو په سر د رامنځته شویو ډپلوماتیکو لانجو په هواري کې مرسته وکړي.

د روسیې په غوښتنه د نړیوالو کیمیاوي وسلو څارونکي نن په هاګ ښار کې غونډه کوي.

دوی د بریتانیا په سالزبري ښار کې د روسیې د پخواني جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومېدو پېښه څېړي.

د روسیې جمهور رئیس پرون په انقره کې وویل څنګه ژر کېدای شي چې لندن او متحدین‌یې د روسیې په غندلو اقدام وکړي.

بریتانیا که څه هم د سرګي سکریپال د مسمومولو په خاطر په روسیې تورونه پورې کړل او ملامته‌یې کړه، خو پرون د دغه هېواد دفاع وزارت د لابراتوار مشر ګرې اېتکېنهېد وویل ساینس‌پوهانو تر اوسه د کار شویو مسموموونکو موادو دقیقه سرچینه نه‌ده پیدا کړې.

بریتانیا مخکې ویلي و چې سرګي او لور یې د مارچ په لومړیو کې د اعصابو په هغو فلجوونکو موادو بې‌سده شوي و چې د نوویچوک له ډلې دي او د پخواني شوروي په وخت کې جوړېدل.

وروسته له هغې چې بریتانیا روسیه په دې کار ملامته کړه بریتانیا، امریکا او ګڼو نورو هېوادونو ځیني روسي ډپلوماتان له خپلو هېوادونو وایستل او روسیې هم په ځواب کې باالمثل اقدام وکړ.