ټرمپ: له سوریې د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه ژر پرېکړه کوم

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي له سوریې د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه غواړي ژر پرېکړه وکړي.

ښاغلي ټرمپ پرون ویلي چې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې د ماتولو لپاره په سوریه کې د امریکا مأموریت ختم شوی او په سیمه کې له نورو سره په همغږۍ به ژر یوه پرېکړه وکړو.

له سوریې د امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه به د ټرمپ او د هغه د ځینو لوړپوړو سلاکارانو د نظر اختلاف رامنځته کړي چې له ډلې یې یوه پرون په واشنګټن کې ټینګار کړی چې باید په عراق او سوریه کې چې ډېرې برخې یې داعش کنټرولولې پاتې شو.

د خاصو عملیاتو د پوځیانو په شمول چې له داعشه د سیمو د بیا نیولو په برخه کې د کرد پوځیانو مرسته کوي شااوخوا ۲۰۰۰ امریکایي سرتېري په سوریه کې مېشت دي.

امریکایي پوځیانو په سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې پر ضد په نړیوال ائتلاف کې ونډه درلوده.