خادم: د بریدونو دوام د سولې وروستۍ هیلې زیانمنوي

د سیاسي چارو کارپوهان د کندز پرونۍ پېښې ته په اشاره وايي چې په حساسو شرایطو کې باید له داسې بریدونو ډډه وشي.

لیکوال او سیاسي کارپوه انتظار خادم ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو او یا حکومت له‌خوا د بریدونو دوام به د سولې لپاره وروستۍ هیلې زیانمنې کړي.

ښاغلي خادم ټینګار وکړ که څه هم د څو طالبانو لپاره د ګڼو ملکیانو وژنه مناسبه نه‌ده، خو طالبان باید له ملکیانو د سپر په توګه کار وانه‌خلي.

له انتظار خادم سره د ازادي راډيو خبریال صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې ده او لومړی یې د کندز په دشت ارچي کې د پرونۍ هوايي حملې په اړه د هغه تحلیل غوښتی دی:

Your browser doesn’t support HTML5

له انتظار خادم سره مرکه