پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کونړ له ۳۰۰ زیاتې د توپ مرمۍ ویشتي

د کونړ پر ۳ ولسوالیو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د توپونو له ۳۰۰ زیاتې مرمۍ راویشتل شوي چې پهکې دوه تنه ټپیان شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان پوځ له تېرو څو ورځو یو ځل بیا د کونړ پر خاوره خپلو توپچي بریدونو ته زور ورکړی او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ پر دانګام، سرکاڼو او شلتن ولسوالیو له ۳۰۰ زیاتې د توپونو مرمۍ راویشتلي چې په دانګام کې یې د یوې کورنۍ دوه غړي ټپيان شوي دي.

هغه وايي، له دغو بریدونو زیاتو کورنیو خپلې مېنې پرېښي او نورو ځایونو ته تللي دي.

خلک وايي، پاکستاني ځواکونه ځکه د دوی کورونه او سیمې په توپونو ولي چې هغوی د ډیورند پرکرښه اغزن تارونه غځوي او هلته امنیتي پوستو ته ودانۍ جوړوي .

دغه بریدونه په داسې حال کې زور اخلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرابو شویو اړیکو د رغولو لپاره هڅې تندې شوي او د دواړو هېوادونو د تعلقاتو ښه کولو لپاره د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی کابل کې دی.