ځواک: هلمند کې مسمومې شوې زده کوونکې تر درملنې وروسته رخصت شوي

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک

د هلمند چارواکي وايي، په لښکرګاه کې هغه شاوخوا ۵۰ تنه نجونې زده‌کوونکې چې مسمومې شوې وې، ټولې تر درملنې وروسته له روغتون رخصت شوي دي.

مسمومې شوې نجونې ډېری د نسوانو د لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې وې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې د څیړنې لپاره یو کمېټه ټاکل شوې او په اړه یې تحقیقات دوام لري.

هغه د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ وویل چې په دې ورځ د ښوونځي په لابراتور کې کوم ډول مواد هم سوځول شوي وو:

"ځینې معلومات ښيي چې هلته د ښوونځي په لابراتوار کې کوم ډول مواد هم سوځول شوي دي. خو دا نه څرګنده چې ایا دا نجونې د دې موادو سوخت او که بل کوم عامل مسمومې کړي او په دې اړه څېړنې روانې دي."

د یادونې وړ ده چې تردې مخکې هم په افغانستان کې په یو شمېر ښځینه ښوونځیو د زده کوونکو د مسمومېدو پېښې لیدل شوي دي چې ډېر کله یې لامل نه دی څرګند شوی.