دفاع وزارت: د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۲۰ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې نن دوشنبه لږترلږه ۲۰ وسله وال طالبان، په هوايي حمله کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند، محمد رادمنش نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په حمله کې د وسله والو طالبان یو پېژندل شوی قوماندان قاري بریال او د کوېټې شورا یو غړی هم وژل شوي دي.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند، ذبیح الله مجاهد نن رسنیو ته ویلي چې په کندز کې هوايي حمله د دشت ارچي ولسوالۍ په دارالعلوم هاشميه کې د بګړيو تړلو پر مراسمو شوې ده.

خو رادمنش دا خبر رد کړ او ویې ویل چې په دشت ارچي کې د وسله والو طالبانو پر نظامي مرکز بمبار کړی دی.

خو د کندز د ولایتي شورا غړي، مولوي عبدالله د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې حمله د ګوجرو پر مدرسته شوې چې د ۵۰ او ۶۰ ترمنځ وسله وال طالبان ښايي په کې وژل شوي وي.

مولوي عبدالله ویلي، حمله د بګړیو تړلو پر مراسمو شوې.