د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه کابل ته ورسېده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، تهمینه جنجوعه د افغانستان او پاکستان د سولې عمل پر پلان د خبرو لپاره نن کابل ته ورسېده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې مېرمن جنجوعه به د جوړ شوي پلان پر جزیاتو له افغان لوري سره خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې د اپرېل په شپږمه د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د ترورېزم پرضد په مبارزه او د افغانستان د سولې په څېر پر مهمو مسئلو د خبرو لپاره کابل ته ولاړ شي.