ملالې یوسفزۍ پاکستان ته خپل رسمي سفر پای ته ورساوه

د سولې د نوبل جایزې تر ټولو ځوانې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پاکستان ته خپل رسمي سفر پای ته ورساوه.

د نجونو د زده‌کړې دغه ځوانه فعاله او کورنۍ یې د ورځې په سر کې له سختو امنیتي تدابیرو سره په اسلام‌اباد کې له هوټل څخه ووتل او د بې‌نظیر بوټو له نړیوال هوایي ډګره د لندن پر لور روان شول.

ملالې یوسفزۍ د پاکستان له چارواکو مننه وکړه چې د دې څلور ورځني سفر په ترڅ کې یې هغه په یوه پوځي هلیکوپټر کې د سوات تر درې بدرګه کړه.

دا په شمال لوېدیځ کې خپل اصلي ټاټوبي منګورې ته ولاړه، چېرې چې په ۲۰۱۲ میلادي کال په همدې سیمه کې د طالبانو له‌خوا ویشتل شوې وه.

دا سیمه یو وخت تقریباً ټوله د وسله‌والو مخالفینو په کنټرول کې وه.

۲۰ کلنه ملاله د شنبې په ورځ دغه ښارګوټي ته په سفر کې خپل کور ته ولاړه او په همدې ځای کې یې له خپلو دوستانو او د سیمې له مشرانو سره ولیدل.

ملاله چې د نجونو د تعلیم د هڅو په لړ کې د طالبانو هدف وګرځېده، یو ځل بیا د منګورې اوسېدونکو او مشرانو ته د تعلیم پر ښېګڼو خبرې وکړې.

ملاله یوسفزۍ

نوموړې زیاته کړه:

"زه د سوات ټولو خلکو ته وایم چې تاسو ډېر بهادر خلک یاست، له ډېرو سختیو تېر شوي یاست، موږ ته په‌کار ده چې د تعلیم او ښوونې پیغام ورسوو، دلته ډېر ښه ښوونکي او مدیران شته، سوات دې داسې علاقه شي په پاکستان کې چې هلک او نجلۍ یې لوړې زده‌کړې ولري."

ملالې په همدې لیدنه کې دا یو تاریخي فرصت وباله او ټینګار یې وکړ چې باید له دې تجربې څخه د زده‌کړې په برخه کې ګټه واخيستل شي.

د منګورې تر لیدو وروسته ملالې پر خپل ټویټر لیکلي وو چې دا سیمه د دې لپاره د نړۍ تر ټولو ښکلې سیمه ده.

ملالې په دې سفر کې ویلي، په پام کې لري چې په بریتانیا کې د خپل سبق تر بشپړېدو وروسته د تل لپاره بېرته پاکستان ته ولاړه شي.

د یوسفزۍ تره محمود حسن د دوشنبې په ورځ اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې ملاله له پاکستان څخه د ښو او نه‌هېرېدونکو یادونو سره ولاړه، خو وایي ددې لپاره بېرته بریتانیا ته ستنه شوه چې لا یې هلته زده‌کړې پای ته نه‌دي رسېدلي.

ملالې یوسفزۍ د دې سفر پر مهال د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره د هغه په دفتر کې ولیدل او ویې‌ویل چې پاکستان ته بېرته تګ‌یې د ژوند یوه تر ټولو ښه ورځ وه.

ډېری پاکستانیانو د هغې تود هرکلی وکړ، خو ځینو بیا په ټولنیزو رسنیو کې د ملالې پر ضد کمپاین پیل کړ.

نوموړې په دې اړه د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، نه‌پوهېږي چې ولې د با تعلیمه خلکو له‌خوا له دې ډول انتقاد سره مخ شوې ده.

ملالې وویل، غواړي د ماشومانو د زده‌کړې لپاره کار وکړي او دا ممکنه کړي چې په پاکستان کې هره نجلۍ لوړې زده‌کړې ولري‌.

د ملالې یوسفزۍ اصلي ټاټوبی منګوره د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل‌الله له کلي څخه ډېر لیرې نه‌دی.

ملا فضل‌الله په ۲۰۰۷ میلادي کال کې دغه سیمه ونیوله او په ۲۰۱۲ میلادي کال کې یې برید کوونکي وګمارل چې د زده‌کړې دغه ځوانه فعاله په نښه کړي.

ملاله تر ټپي کېدو وروسته بریتانیا ته یوړل شوه او هلته تر درملني وروسته له خپلې کورنۍ سره اوسېږي.