هلمند کې مسمومې شوې زده‌کوونکې تر درملنې وروسته رخصت شوې

د هلمند چارواکي وايي، په لښکرګاه کې هغه شااوخوا ۵۰ تنه نجونې زده‌کوونکې چې مسمومې شوې وې، ټولې تر درملنې وروسته له روغتون رخصت شوې دي.

مسمومې شوې نجونې ډېری د نسوانو د لېسې د لسم ټولګي زده‌کوونکې وې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې د څېړنې لپاره یو کمېټه ټاکل شوې او په اړه‌یې تحقیقات دوام لري.

هغه د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ وویل چې په دې ورځ د ښوونځي په لابراتور کې کوم ډول مواد هم سوځول شوي وو.

د هلمند د والي ویاند عمر

ده زیاته کړه:

"ځیني معلومات ښيي چې هلته د ښوونځي په لابراتوار کې کوم ډول مواد هم سوځول شوي دي، خو دا نه‌ده څرګنده چې ایا دا نجونې د دې موادو سوخت او که بل کوم عامل مسمومې کړي او په دې اړه څېړنې روانې دي."

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په افغانستان کې په یو شمېر ښځینه ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د مسمومېدو پېښې لیدل شوي دي چې ډېر کله‌یې لامل نه‌دی څرګند شوی.

  • پخواني معلومات

د هلمند د پوهنې رئیس داوود شاه صفاري وايي، د لښکرګاه د نجونو د مرکزي لېسې، د لسمو ټولګیو د مسمومو شويو زده‌کوونکو شمېر ۴۰ ته لوړ شوی دی.

ښاغلي صفاري نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې زده کوونکې د لښکرګاه مرکزي روغتون ته لېږدول شوې دي.

د هلمند د عامې روغتیا رئیس، امین‌الله عابد نن دوشنبه د ازادي راډیو خبریال ته وویل، د ټولو مسمومو شویو زده‌کوونکو روغتیايي حالت ښه دی.

د هلمند د امنیت امر ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې کوي او علت‌یې لا نه‌دی څرګند شوی.

  • پخواني معلومات

د لښکرګاه د نجونو د مرکزي لېسې د مسمومو شویو نجونو شمېر ۲۴ ته ورسېد.

د هلمند د پوهنې رئیس داوود شاه صفاري پېښه مني وایي، نجونې د لښکرګاه مرکزي روغتون ته انتقال شوي.

د هلمند د عامې روغتیا رئیس امین‌الله عابد ویلي دي چې د مسمومو شویو نجونو درملنه روانه ده او حالت‌یې د ډاډ وړ دي.

د هلمند د امنیت امر سمونوال ګلی خان وایي، د دوی د تحقیق برخه پر دې کار کوي چې یادې نجونې څه ډول مسمومې شوې دي.

لا هم د پېښې انګېزه نه‌ده معلومه.

ویل کېږي ټولې مسمومې شوې نجونې د لسم ټولکي زده کوونکي دي.

تراوسه د دغه کار پړه چا نه ده منلې.

  • پخواني معلومات

د لښکرګاه د نجونو د مرکزي لېسې د مسمومو شویو نجونو شمېر ۱۹ ته ورسېد.

د هلمند د پوهنې رئیس داوود شاه صفاري پېښه مني وایي، نجونې د لښکرګاه مرکزي روغتون ته انتقال شوي.

د هلمند د عامې روغتیا رئیس امین‌الله عابد ویلي دي چې د مسمومو شویو نجونو درملنه روانه ده او حالت‌یې د ډاډ وړ دی.

د هلمند د امنیت امر سمونوال ګلی خان وایي، د دوی د تحقیق برخه پر دې کار کوي چې یادې نجونې څه ډول مسمومې شوې دي.

ویل کېږي ټولې مسمومې شوې نجونې د لسم ټولکي زده‌کوونکې دي.

تر اوسه د دغه کار پړه چا نه‌ده منلې.

  • پخواني معلومات

د هلمند ولایت د لښکرګاه د نجونو د مرکزي لېسې ۱۱ نجونې مسمومې شوې دي.

د هلمند د پوهنې رئیس داوود شاه صفاري پېښه تأییدوي او وایي نجونې د لښکرګاه مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د هلمند د عامې روغتیا رئیس امین‌الله عابد ویلي دي چې د مسمومو شویو نجونو درملنه روانه ده او حالت‌یې د ډاډ وړ دی.

د هلمند د امنیت امر سمونوال ګلی خان وایي، د دوی د تحقیق برخه پر دې کار کوي چې یادې نجونې څه ډول مسمومې شوې دي.

د پېښې انګېزه لا هم نه‌ده معلومه.

ویل کېږي ټولې مسمومې شوې نجونې د لسم ټولکي زده‌کوونکې دي.

تر اوسه د دغه کار پړه چا نه‌ده منلې.