د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسف‎زۍ بېرته لندن ته روانه شوه

ملاله یوسف‎زۍ

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسف‎زۍ په پاکستان کې له څلور ورځو تېرولو وروسته، نن دوشنبه بېرته لندن ته روانه شوه.

۲۰ کلنه ملاله شاوخوا پینځه نیم کاله وروسته پاکستان ته لاړه، چېرته چې نوموړې او د کورنۍ غړو يې له خپل پلرني سیمې سوات څخه هم لنډه کتنه وکړه.

ملاله په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په سوات کې د طالبانو له‎خوا تر ټپي کېدو وروسته بریتانيې ته وړل شوې وه.

هغې په اسلام‎اباد کې د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره وکتل او ژمنه يې وکړه چې په بریتانیا کې د زده‎کړو له بشپړولو وروسته به پاکستان ته ستنه شي.

د نجونو د تعلیم فعاله ملاله یوسف‎زۍ د بریتانيې په اکسفورډ پوهنتون کې لوړې زده‎کړې کوي.