یوناما په افغانستان کې د راتولونکو انتخاباتو د نېټې ټاکل ستایلي

ملګروملتونو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د نېټې د ټاکلو ستاینه کړې.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر د مشر تادامیچي یاماموتو له قوله لیکي چې وايي، په اکتوبر میاشت کې د انتخاباتو د دقیقې نېټې ټاکل، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا یو مهم او مثبت اقدام دی او د پلان له پړاو څخه د عمل پړاو ته اوښتو ته لاره پرانیزي.

خبرپاڼه زیاتوي چې نړیوالو مرستندویانو په تېره ډسمبر میاشت کې د انتخاباتو او انتخاباتي شکایتونو له کمېسیونونو سره د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې د ۲۸،۴ میلیونه ډالرو د لګښتونو د بودجې په سلو کې د ۹۰ برخې مرستې ژمنه وکړه.