ګلوبل ټایمز: په هلمند کې تحصن کوونکې مېرمنې هم غواړي طالبان سولې ته راوبولي

  • ګلوبل ټایمز

د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې لپاره په وروستیو پرلتونو لیکنه کړې او وايي، افغان ښځو هم له طالبانو څخه د سولې د غوښتنې په هدف پرلت پیل کړ.

ورځپاڼې په دې لړ کې د هلمند په پرلت کې د ښځو ګډون ته اشاره کړې ده او وايي، په داسې یو مدني اعتراض کې د ښځو ګډون هغه هم د هلمند په څېر یو ولایت کې چېرې چې د طالبانو فعالیت تر بل هر ځای زیات دی بې سابقې دی.

د ورځپاڼې په وینا دا مېرمنې په‎دې تحصن کې غواړي طالبان سولې ته راوبولي.

ورځپاڼه د هلمند د پرلت د ګډون‎والو ښځو له خولې وايي چې جګړې د خلکو ژوند تریخ کړی او څو پورې هدیرو ته د جګړې د قربانیانو تابوتونه روان وي.

ورځپاڼه وايي، هلمند هغه ولایت چې پرله‎پسې د ځان وژونکو بریدونو، بمي چاودونو، بمباریو او مخامخ جګړو شاهد دی.

  • هیل

له امریکا خپرېدونکې د هیل ورځپاڼې، د افغانستان پر اوسني وضعیت یوه لیکنه کړې چې په یوه برخه کې یې وايي، افغانستان په خپل معاصر تاریخ کې له تر ټولو اوږدې جګړې سره مخ دی چې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې پردې هېواد له شوروي یرغل راپیل شوی او تر اوسه پورې دوام لري.

د ورځپاڼې په وینا په ۲۰۰۱ میلادي کال کې امریکا هم دې جګړې ته داخله شوه چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه هم ده.

د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره د هیلې یوه دریڅه پرانېستل شوې.

د څلور لسیزو په‎دې جګړه کې میلیاردونه ډالر تاوان شوې او ټولو ښکېلو خواوو په‎کې تلفات ورکړي دي.

د هيل ورځپاڼې وسله‎والو طالبانو ته د افغان ولسمشر اشرف غني له‎خوا د سولې وروستي وړاندیز او طرحې ته په اشارې ویلي، اوس له اوږدو کلونو وروسته د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره د هیلې یوه دریڅه پرانېستل شوې ده.

ورځپاڼه د ولسمشر غني هغو څرګندونو اشارې کړې چې د کابل د کنفرانس په پای کې یې سوله د جګړې ټولو ښکېلو لورو لپاره بریالیتوب وباله.

د ورځپاڼه په وینا ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان پخوانیو حکومتونو دا یوه سیاسي تحمیلي جګړه بللې او دا ځل یې پر افغانستان د پاکستان د تېري په توګه یادوي. له همدې کبله ولسمشر اشرف غني له پاکستان سره د دولت په سطحه د سولې د خبرو وړاندیز هم کړی دی.

د هيل ورځپاڼه د دې لیکنې په یوه بله برخه کې وايي، له څو کلونو وروسته اوس د امریکا متحده ایالات هم دې نتیجې ته رسېدلې چې په پاکستان کې د طالبانو مرکزونه او له دې وسله‎والې ډلې د پاکستان ملاتړ په افغانستان کې د جګړې د دوام سبب شوی دی.

ورځپاڼه وايي، دا کولی شي چې د افغانستان د سولې لپاره د هیلو کړکۍ پرانېزي.

د دې امریکايي ورځپاڼې په وینا وسله‎والو طالبانو تراوسه پورې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته رسمي ځواب نه‎دی ویلی او د دې هېواد امنیتي ځواکونه باید لا هم جګړې ته ادامه ورکړي.

همدارنګه د طالبانو او نورو وسله‎والو په وړاندې جګړه کې د افغانستان سره د امریکا مرستې هم دوام کوي او د ولسمشر ټرمپ په نوې ستراتیژۍ کې په دې اړه کوم محدودیت نه‎شته.

د هيل ورځپاڼه زیاتوي، په داسې یو وضعیت کې که څه هم د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د حکومت د مخالفو وسله‎والو پر ضد جګړې ته ژمن دي، خو د افغانستان زیات خلک هیله‎مند دي چې د سولې لپاره وروستي رامنځ ته شوي امکانات به له لاسه ونه وځي او د سولې په برخه کې د ولسمشر اشرف غني وروستی وړاندیز به د روانې جګړې ته د پای ته رسیدو سبب شي.
خو د لیکوال په باور دا اوس په پاکستان او طالبانو پورې اړه لري چې په‎دې اوږده جګړه کې دا بې ساري فرصت له لاسه ورنه‎کړي.