انیس: تر بل هر وخت زیات د سولې ټينګښت ته زمینه برابره شوې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د سولې په اړه ګڼ مطالب چاپ کړي دي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، تر بل هر وخت زیات په هېواد کې د سولې ټينګښت ته زمینه برابره شوې ده.

په مطلب کې راغلي چې دغه څرګندونې د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي کړي دي نوموړي ویلي چې هیله من یو په دې برخه کې صادقانه ګامونه پورته شي.

د مطلب لیکونکي دا هم لیکلي چې ښاغلي خلیلي دغه څرګندونې د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي په غونډه کې کړي او د نوموړې شورا د دارلانشا د رئیس اکرم خپلواک په حواله یې لیکلي چې د تاشکند غونډې ګډنوالو د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ کړی او په دې برخه کې یې د افغان حکومت سیاست ستایلی دی.

انیس په خپل یو بل مطلب کې هم د افغانستان د سولې په اړه په کور دننه او بهر وروستیو هڅو ته اشاره کړې او ویلي چې د سوله ییزو هڅو ملاتړ کوونکي پراختیا مومي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، په داسې حال کې چې د افغان چارواکو له خوا له طالبانو سره د جوړ جاړي او سولې خبرې له یوې مودې راهیسې ډېرې تودې روانې دي او په رسنیو کې هم خوشبیني همدا ده چې سولې ته به یوه لار پرانېستل شي، امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې سوله راوستل ګرانه خبره ده.

په سرمقاله کې راغلي، واشنګټن پوسټ لیکلي، دا خبره ځکه ګرانه ده چې افغان سیاستوال، طالبان، داعش، پاکستان، هند، ایران او روسیه د سولې د پروسې احتمالي مخالفت کوي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولس سربېره پر دې چې دا څو کاله همدې طالب وواژه بیا یې هم پرې دا نه ده پېرزو چې هم دې ومري او هم دې پړ شي. تر هر څه ورتېر دي او د سولې غوښتنه ترې کوي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، اوس تاریخ د طالب خولې ته ګوري، که د سولې پرېکړه ترې را ونه وته نو د افغانستان په قاموس کې به دغه نوم د خیانت سمبول شي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په هلمند کې د سولې لپاره د تحصن کوونکو کوم چې د نه خوړلو اعتصاب یې کړی دی، د روغتیايي وضعیت د خرابېدو په اړه لیکلي دي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا د همدغه تحصن کوونکو له ډلې د یوې مور خبرې راخېستې چې په طالبانو یې غږ کړی او ویلي چې "غواړم جګړه بس کړئ، پنځه نازولي ماشومان مې وژل شوي دي، مېړه مې په دغه جګړه کې ووژل شو، اول له خدای او بیا له تاسې دا هیله لرم چې راشئ سوله وکړئ، د خدای لپاره سوله وکړئ."