په هلمند کې پرلت کوونکو خپل غذايي اعتصاب مات کړ

په هلمند کې پرلت کوونکو خپل د ۴۸ ساعتونو غذايي اعتصاب مات کړ.

د هلمند د والي د مطبوعاتو او اړیکو سلاکار، زاهد اتل پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې پرلت کوونکو د بې پرې دیني عالمانو د غوښتنې پر اساس، د اعتصاب د پای ته رسولو پرېکړه وکړه.

زاهد اتل وویل:

"دلته د علماوو پر منځګړیتوب، دوی د نه خوړلو اعتصاب مات کړ. دلته به بې طرفه علما له هغوی سره ګډې هڅې کوي چې دا مبارزه یې تر یوه ځایه ورسېږي."

د زاهد په وینا، یو شمېر کسان چې د خوراک نه کولو له امله یې روغتیايي وضعیت ښه نه و، په لښکرګاه کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د تېرې جمعې په ورځ په لښکرګاه کې په یوه خونړۍ حمله کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون لسګونه کسان ووژل او زخمیان شول.

د حملې په سیمه کې د هلمند یو شمېر خلکو چې ښځې هم په‎کې دي، خېمه درولې او د سولې پرلت يې پيل کړی دی.