د هلمند مدني فعالان وايي، طالبان دې د لښکرګاه د پرلت مثبت ځواب ورکړي

د ولسي حرکت په نوم د لښکرګاه د خېمې په ملاتړ ګڼ شمېر مدني فعالین راټول شوي دي او له وسله والو طالبانو غواړي چې غوښتنې يې ومني او له افغان حکومت سره اوربند وکړي او عملاً د سولې خبرې پیل کړي.

د لښکرګاه په لومړۍ حوزه کې د ولسي حرکت د خېمې یوه اوونۍ پوره کېږي.

د شنبې په ورځ دهلمند یوشمېر مدني فعالینو د پرلت د خېمې تر څنګ په اعتراضي ډول غونډه وکړه او په یوه خبري ناسته کې يې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې دهلمند د خلکو د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايې.

عبدالغفار اسحاقزي، نظرمحمد رودي او احمد شاه جمال وویل، که چېري د سولې د خبرو په اړه د دوی غوښتنه ونه منل شي، یاد حرکت به ولسوالیو ته هم وغځوي.

دغازي محمد ایوب خان د لوبغالي ترڅنګ چېرې چې یوه اوونۍ وړاندې په یوه ځانمرګي برید کې ګڼ شمېر ملکي کسان مړه او ژوبل شول، د درول شوې خېمې یوشمېر غړو په دې خاطر چې وسله والو طالبانو يې د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی، د نه خوړلو اعتصاب کړی دی چې ویل کېږي، د دغه پرلت د ۷ غړو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی او د لښکرګاه مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د جګړې د دوام په اعتراض کې د لښکرګاه د پرلت یو غړی قیس هاشمي چې ویل کېږي روغتیايې حالت يې ښه نه دی، د نه خوړلو تر اعتصاب وړاندې ازادي راډیو ته وویل، تر دې چي په چاودنو کې مري، ښه دی چې له لوږې مړ شي.

د هغو اعلامیو له مخې چې د هلمند د والي د مطبوعاتي دفتره رسنیو ته لېږل شوې دي، راغلي چې د پرلت له غړو سره يې لیدلي او د هغوی د سولې دغه پېشنهاد ته يې هرکلی ویلی دی.

د نه خوړلو په اعتراض کې یوشمېر ښځې هم شاملې دي.

د ښځو د خېمې یوې مسؤلې حسینې احساس ازادي راډیو ته وویل، ترهغه به خوراک ونه کړي چې وسله والو ته د سولې په اړه وړاندیز ته يې مثبت ځواب ونه ویل شي.

هلمند کې ۱۶ کاله کېږي چې جګړه روانه ده، له دې امله په زرګونه کسان وژل شوي او تر دې ډېرو د وجود غړي د لاسه ورکړي دي.

د سولې د ټينګښت په اړه د لښکرګاه د پرلت دغړو شمېرهره شېبه په ډېرېدو دی.

تر دې مهاله په ګرشک او ناوې ولسوالیو کې خېمې درېدلي دي او ویل کېږي چې په سنګین ولسوالۍ کې چې د طالبانو مهم مرکز بلل کېږي، ګڼو خلکو د دې حرکت ملاتړ کړی، د کندهار په میوند، مرکز کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې هم دهلمند د دغه حرکت په ملاتړ غونډې شوي دي.

راپور: الیاس داعي