د لوېدیځو هېوادونو ډیپلوماتانو ته له روسې د ایستل کېدو اطلاع!

روسیې په دې هېواد کې د لوېدیځو هېوادونو د ډیپلوماتانو یوې ډلې ته له روسیې د ایستل کېدو اطلاع ورکړې ده.

د روسیې د د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، بریتانیا دې په دې هېواد کې خپل ډیپلوماټان تر ۵۰ کم کړي.

دا اقدام د روسيي او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د هغه ډیپلوماتیک کړکېچ او د یو بل د ډیپلوماتانو د ایستلو په لړ کې کېږي چې په بریتاینا کې د یوه پخواني روسي جاسوس او د هغه د لور له مسمومېدو راپورته شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له خوا دا بیان رسنیو نن یوه ورځ وروسته له هغې استول شوی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزرارت د جمعې په ورځ دغلته د ۲۳ هېوادونو د سفارتونو چارواکي احضار کړل او ورته یې وویل چې روسیه د دوی ۶۰ ډیپلوماتان له هېواده اوباسي.

ماریا زاخارووا

دا هېوادونه تر ډېره د اروپايي ټولنې غړي او د بریتانیا متحدان دي.

روسي چارواکو ویلي چې د څلورو نورو هېوادونو په وړاندې یې هم د ورته اقداماتو حق له ځان سره ساتلی دی.

زاخارووا د شنبې په ورځ وویل چې هغه بریتانوي ډیپلوماتان چې روسیه کې دي، باید تر ۵۰ لږ څه راکم شي.

د نوموړې په وینا، دا مهال بریتاینا په روسیه کې ۵۰ ډیپلوماتان لري چې دا شمېر د هغو روسي ډیپلوماتانو په مقایسه زیات دی چې په بریتانیا کې دي.

دوه ورځې مخکې مسکو د لوېدیځو هېوادونو تر ۱۵۰ زیاتو روسي ډیپلوماتانو د ایستلو په وړاندې په لومړي عکس العمل کې له روسیې څخه د ۶۰ امریکايي ډیپلوماتانو د ایستلو او په سینټ پیټرزبرګ ښار کې د امریکا د قونسلګرۍ د تړلو پرېکړه هم اعلان کړې وه.

د روسیې او د لوېدیځو هېوادونو له خوا دا ډیپلوماتیک کړکېچ وروسته له هغې پراخ شو چې د مارچ د میاشتې په پیل کې په بریتانیا کې یو پخوانی روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه لور یولیا په کیمياوي موادو مسموم شول او بریتانیایي چارواکو په کې د روسيې دولت په لاس لرلو تورن کړ.

دا د سړې جګړې راوروسته لومړی ځل دی چې روسیه او لوېدیځ هېوادونه په دومره ګڼ شمېر کې د یو بل ډیپلوماتان اوباسي.

بریتانیا ادعا کوي چې د دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته دا لومړی ځل دی چې په اروپا کې د سکریپال او د هغه پر لور په برید کې د عصابو فلجوونکي داسې کیمياوي موادو کارېږي چې یوازې پوځ یې د جوړولو صلاحیت لري.

څو اوونۍ مخکې چې بریتانیا په دې تړاو ۲۳روسي ډیپلوماتان له خپلې خاورې وایستل، نو روسيې یې په ځواب کې په ورته شمېر بریتانوي ډیپلوماتان له مسکوه اخراج کړي وو.

د جمعې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته په نورو احضار شویو سفیرانو کې د اسټرالیا، البانیا، فرانسيې، جرمني، ایټالیا، پولینډ، هالینډ، کروشیا، اوکراین، ډنمارک، ایرلینډ، هسپانیا، ایستونیا، لاتویا، لیتوانیا، مقدونیا، مالدوا، رومانیا، فنلنډ، ناروي، سویډن، کاناډا، او چک جمهوریت سفیران شامل وو.

روسي چارواکو د دې هېوادونو سفیرانو ته ویلي چې مسکو ددې ټولو هېوادونو په هماغه شمېر ډیپلوماتان له خپل هېواده باسي، په کوم شمېر چې دوی تېره اوونۍ روسي ډیپلوماتان ایستلي دي.