ابراهیمي: د انتخاباتو کمېسیون د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو ظرفیت نه لري

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د نېټې تر اعلان وروسته د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي وايي، د انتخاباتو کمېسیون د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو ظرفیت نه لري.

د ښاغلي ابراهیمي په خبره، کمېسیون پرته له دې چې د انتخاباتو په اړه د خلکو اندېښنو ته واضح ځواب ووايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه یې اعلان کړه.

نوموړی چې د شنبې په ورځ یې د جرګې په عمومي غونډه کې یې خبرې کولې، وویل چې ولسي جرګې د کمېسیون چارواکي له همدې امله د جرګې عمومي غونډې ته استجواب کړي وو، خو په خبره یې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دوی ته په استولي مکتوب کې لیکلي چې په خپلو چارو کې خپلواک دي او له راتګه یې انکار کړی دی.

عبدالروف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ غږ دې ولسمشر ، اجرائیه رئیس او هغوی چې په افغانستان کې له ډموکراسۍ ملاتړ کوي، واوري چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون قطعاً د انتخاباتو د ترسره کېدو اراده نه لري، ظرفیت یې نه لري او له خلکو سره په دې اړه تعهد نه لري، نو له دې کبله نه راتګ یې موږ محکوموو او د قانون خلاف یې بولو."

ښاغلي ابراهیمي دا هم وویل چې د انتخاباتو په ملي پروسه کې ناغېړي ملي خیانت دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو نیټه اعلان کړه.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه غړي او کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي ازادي راډیو ته ویلي چې د روان لمریز کال د میزان د میاشتې په ۲۸ مه نېټه به د ولسي جرګې او ولسوالیو شورګانو انتخابات ترسره شي.

خو د ولسي جرګې رئیس او ځیني غړي وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غواړي تېرې ترخې تجربې بیا تکرار او داسې انتخابات ترسره کړي چې د ستونزو د حل پرځای یو بل کړکېچ ته لاره هواره کړي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس بیا وايي، دوی د بېلابېلو لوریو نظرونو ته درناوی لري، خو کمېسیون د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره پوره چمتووالی لري.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند معاذ الله دولتي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی د ولسي جرګې په ګډون ټولو ته د خپلو کارونو په اړه ځواب ویوونکي دي، خو ولسي جرګه نه شي کولای چې دوی استجواب او استیضاح کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړو له ولسي جرګې رأیه نه ده اخېستې او استجواب په خپله د استیضاح لپاره زمینه برابروي، خو هغه د ملت کور دی او هرکله چې دوی غوښتي وي، زموږ تخنیکي ټیم چمتو دی چې هغوی ته معلومات ورکړي."

د ولسي جرګې ځینو غړو بیا وړاندیز وکړ چې د لګښتونو د راکمولو په هدف، باید د ولسي جرګې، ولسوالیو شورا ګانو او ولسمشرۍ انتخابات په یوه وخت ترسره شي. خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دوی د اوس لپاره د ولسي جرګې او ولسوالیو شورګانو د انتخاباتو لپاره چمتووالی لري.

د یاد کمېسیون ویاند وايي، د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ولسي جرګې په ګډون له ټولو بنسټونو د تقابل نه، بلکې د همکارۍ هیله لري.

راپور: محمد حدیث پردېس