ټرمپ سوریې ته د څه باندې ۲ سوه میلیونو ډالرو مرستې د ځنډولو امر کړی

امریکایي چارواکي وایي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې پر سوریې د څه باندې دوه سوه میلیونو ډالرو په ارزښت مرسته وځنډوي.

دا سپارښتنه داسې مهال شوې چې د ولسمشر ټرمپ اداره د سوریې په شخړو کې د امریکا متحده ایالاتو رول له سره ارزوي.

پر سوریې د مرستو د ځنډولو خبر لومړی ځل وال سټریټ ژورنال د مارچ پر ۳۰ مه یوه ورځ وروسته له هغه ورکړ چې ډونالد ټرمپ ویلي وو چې د امریکا متحده ایالات ډېر ژر له سورېې څخه وځي.

ډېری نورو امریکایي او نړیوالو رسنیو د مارچ پر ۳۱ مه د امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي ښودل شوي، د مرستي د ځنډولو د تأیید خبره کوي.

رکس ټېلرسن چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه یې د کار موده پای ته رسېدلې، په فبرورۍ کې په کویټ کې هغه نړیوال ائتلاف ته چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړ شوی، د دوه سوه میلیونو ډالرو اضافي مرستې ژمنه کړې وه.

ټېلرسن ویلي وو چې امریکا باید په سوریې کې ښکېله پاتې شي، څو د داعش او القاعده د بېرته راګرځېدو مخه ونیسي او په سوریې کې د ایران د موقف د لا پیاوړي کېدو فرصت له منځه یوسي.

د سوریې په روانو کړکېچونو کې روسیه او ایران د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د ادارې پلوي کوي، خو واشنګټن او متحدین یې چې ترکیه هم پکې شامله ده، د هغو ډلو پلوي کوي چې د ولسمشر اسد د لېرې کېدو غوښتنه کوي.