ملاله یوسفزۍ خپل پلرني ټاټوبي سوات ته تللې

د سولې د نوبل جاېزې ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ تر پنځه نیم کلونو وروسته په خیبر پښتونخوا کې خپل پلرني ټاټوبي سوات ته تللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ملاله یوسفزۍ تېره چهارشنبه تر اوږدې مودې وروسته، له خپلې کورنۍ سره یوځای پاکستان ته تللې ده.

نوموړې پاکستان ته تر تګ وروسته د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد له صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د کابینې له غړو سره ولیدل او په یوې غونډه کې یې د وینال پر مهال په ژړغوني غږ وویل:

"دا یې د ژوند تر ټولو خوشحاله ورځ ده چې خپل هېواد ته تللې ده."

د راپورونو له مخې، ملالې یوسفزۍ سوات ته د خپل سفر پر مهال خپل پلرني کور ته هم تللې او هلته یې له خپلو ملګرو او د ښوونځي له استادانو سره هم ليده کاته کړي دي.

ملالهد ۲۰۱۲میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د وسله والو طالبانو له خوا په یوه برید کې هغه مهال ټپي شوه چې له ښوونځي کور ته پر لاره وه او بیا د درملنې لپاره بریتانیا ته ولېږدول شوه چې دا مهال له خپلې کورنۍ سره یوځای په دې هېواد کې اوسېږي.

د رسنیو د راپورنو له مخې، سوات ته د ملالۍ یوسفزۍ او د هغې د کورنۍ د تګ پرمهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او د ښار مهمې لارې او سړکونه د ترافیکو پر مخ بند وو.

ملاله یوسفزۍ لومړنۍ پېغله ده چې په کم عمر کې یې د سولې پر نوبل جایزې سربېره، نور ډېر مډالونه ګټلي او دا مهال د برتانیې په اکسفورډ پوهنتون کې زده کړې کوي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې مدني فعالانو او د ښځو د حقوقو کارکوونکو پاکستان ته د ملالې د راتګ تود هرکلی کړی دی.