د لښکرګاه د پرلت یوشمېر غړي روغتون ته انتقال شوي

د هلمند د پرلت له لسګونو هغو غړو چې د نه خوړلو اعتصاب يې کړی، تر دې دمه ۵ غړي د خراب روغتیایي حالت له امله، د لښکرګاه مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

دهلمند مرکز لښکرګاه کې د پرلت دغړو د نه خوړلو اعتصاب ۴۸ ساعتونو ته نېږدې کېږي.

له اعتراض کوونکو اقبال خیبر ازادي راډیو ته وویل، ملګرو يې تر هغه د نه خوړلو قسم کړی چې د جنګ دواړه غاړې د دوی د سولې غوښتني ته مثبت ځواب ونه وايي.

د لښکرګاه د پرلت یوه اوونۍ پوره کېږي، ګڼ شمېر ځوانان د تېري اوونۍ د جمعې د ماښام د ځانمرګي برید وروسته د برید سیمې ته څېرمه خېمه ووهله او له طالبانو يې د سولې غوښتنه وکړه.

په هغه موټر بم ځانمرګي برید کې چې تراوسه يې چا پړه په غاړه نه ده اخستي، ۱۶ ملکي کسان ووژل شول او ۵۲ نور ټپیان شول.

حکومتي لوري د دې پرلت کوونکو دغوښتنو ملاتړ کړی او په سوله يې ټينګار کړی، خو وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې له دې پرلت کوونکو غوښتي چې لومړی له بهرنیو ځواکونو سره د سولې خبرې وکړي، بیا له دوی سره.