له معتادۍ څخه د حلاصون په اړه د عامه پوهاوي اغېز

په افغانستان کې ورځ په ورځ د معتادينو شمېر ډېرېږي، خو عام خلک باور لري چې د نشې د زیانونو په اړه عامه پوهاوی دا شمېره راکمولای شي.

دا څرګندونې په یوه نادولتي اداره کې د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي د تربيتي ورکشاپ په ترڅ کې چې لسګونه ښځې په‌کې برخه اخلي، وشوې.

د دې ورکشاپ هدف دا دی چې خلک د نشه‌يي موادو په زيانونو وپوهېږي او د وقايوي تدابيرو له لارې د نشو د استعمال مخه ونيول شي.

دا چې د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی څومره مهم دی، په دې اړه به د څو عامو خلکو خبرې واورو:

"عبدالعزیز اندیال له لغمان څخه یم، کله چې څوک په مخدره موادو اخته شي، خطرناکې ناروغۍ له ده څخه د ده کورنۍ ته انتقالېږي، کله چې یو انسان په دې پوه شي چې زه دا عمل ترسره کوم او په نتیجه کې یې له داسې ستونزو سره مخ کېږم، هغه بیا هېڅکله په نشه ځان نه‌اخته کوي."

"حاجي عبدالحق له ننګرهاره، د عامه پوهاوي پروګرامونه د نشه‌يي توکو څخه د خلاصون یا وقايې حیثیت لري، که څوک په نشه‌يي موادو اخته شو او دې کندې ته یو ځل ورولوېد، بیا یې درملنه تر وقايې زیات لګښت غواړي."

"ګلشن صافۍ یم، که په یوه کورنۍ کې یو شخص معتاد وي او نوره کورنۍ یې سالمه وي، که عامه پوهاوی نه‌وي، د کورنۍ سالم غړي هم ورسره معتاد کېږي او ورځ په ورځ د معتادينو شمېر ډېرېږي."

عامه پوهاوی بېلابېلې لارې او میتودونه لري، د درملنې په برخه کې د نادولتي ټولنو د اتحاديې يا چتر مشر محمد نصیب وايي چې دوی په خپلو ټولو پروګرامونو کې له نشه‌يي موادو سره مبارزې او عامه پوهاوي ته ځای ورکړی دی.

دی وایي:

"د مخدره موادو د کښت، قاچاق، تولید او استعمال اضرار مو په ټولو پروګرامونو کې ځای پر ځای کړي، د افغانستان په مختلفو ساحو کې چې دوی هره پروژه عملي کوي، دا موضوع په‌کې شامله شوې، علمای کرام کولای شي په جوماتونو کې، معلم په ښوونځيو کې، نور مخور کسان په کورونو او هجرو کې پر دې موضوع بحثونه وکړي ترڅو دا پیغام ټولو خلکو ته ورسېږي. په دې برخه کې دې رسنۍ هم مرسته وکړي، موږ پر بېلبورډونو، پوسټرونو او دسترخوانونو باندې انځورونه او پیغامونه ولیکل چې هغو ته ټول لاسرسی لري، پر کتابچو مو پیغامونه لیکل، ان پر ترموزونو، ساعتونو، د لوبو پر توپونو باندې داسې پیغامونه او داسې انځورونه وي چې خلک متوجې شي او په دې اړه دوی ته فکر پیدا کړي."

هغه کسان چې د عامه پوهاوي په ورکشاپونو کې ګډون کوي، مکلفیت لري ترڅو د نشه‌يي موادو د زيانونو په اړه تعليمي پیغامونه نورو خلکو ته هم ورسوی.

شمس‌الحق هاشمزی چې د عامه پوهاوي په ګڼو تعليمي او تربيتي ورکشاپونو کې يې ګډون کړی، اوس غواړي چې نورو خلکو ته هم په دې برخه کې پوهاوی ورکړي.

نوموړی وایي:

"دومره پوهېدم چې مخدره مواد د اسلام له نظره څومره ګناه لري، خو په تخصصي او مسلکي ډول په دې نه‌پوهېدم چې یو معتاد څنګه وي او کله چې څوک معتاد کېږي، پر هغه‌یې منفي اغېزې څه وي، موږ په دې برخه کې په ګڼو ورکشاپونو کې برخه واخيسته، ما ډېر څه زده کړل، همدا اوس مې په ټولنه کې، په مجلسونو او جوماتونو کې ډېر خلک په دې موضوعاتو پوه کړي دي، یو شمېر ځوانان چې چرس‌یې څکول او یا په پوډرو معتاد وو، هغوی ته مې ویلي چې دا کار ستاسې ژوند خرابوي، ستا دنیا او اخرت خرابوي، ان دا چې په دوی کې یو دوه کسان جوړ شوي هم دي."

جوماتونه د ډېری خلکو د راټولېدو ځایونه دي چې ديني عالمان کولای شي په اسانۍ سره په لږ وخت کې ډېرو خلکو ته د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه معلومات ورکړي.

د قباء د جامع جومات ملا امام مفتي بلال خپل جومات له نشه‌يي موادو سره د مبارزې يو غښتلی سنګر بولي او وایي:

"د ټولو قومونو خلک جوماتونو ته راځي، په ځانګړې توګه د جمعې په ورځ او یا داسې نورو مراسمو کې دیني عالمان کولای شي چې د نشه‌يي موادو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، زه خپله هم دلته په میاشت کې څو ځله د ترجمې په درس کې او د جمعو په خطبو کې د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه خلکو ته معلومات ورکوم، کله ناکله په نشه روږدو کسانو ته ورځو، نېکې توصیې ورته کوو، ترڅو له نشې لاس واخلي."

په ورته وخت کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت پر هېوادوالو غږ کوي چې نشه‌يي مواد د هېواد په کچه یوه ستره ستونزه ده او باید په ملي کچه مبارزه ورسره وشي.

د دې وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ رئیس عثمان فروتن وایي:

"د نشه‌يي موادو ستونزه د هېواد په کچه یوه لویه ستونزه ده او په دې برخه کې په ملي کچه هڅو ته ضرورت دی، یوازې دولت نه، بلکې ټولې ملي ادارې او مدني ټولنې باید له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې کوښښونه وکړي او دا هڅې نورې هم ګړندۍ او پراخې شي."

د اجتماعي کارپوهانو په وینا، د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی د وقايې حیثیت لري، موږ یوازې هغه مهال د نشه‌يي موادو د کښت، قاچاق، استعمال او تولید مخنیوی کولای شو چې کله په دې برخه کې د خلکو د پوهاي کچه لوړه او د دې زهري بوټي پر خلاف خپل غږونه پورته کړو.

راپور: محمد ایاز ترنک

Your browser doesn’t support HTML5

د زهرو کاروان فیچر