افغان حکومت تر دې وروسته نیول شوي تاریاک پلوري

افغان حکومت به تر دې وروسته د پولیسو له‌خوا نیول شوي تریاک د سوځولو پر ځای، پر بهرنيو هېوادونو خرڅوي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا پرېکړه د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په قانون کې د نویو تعدیلاتو له مخې شوې ده.

د ښاغلي موحد په خبره، هغه شرکتونه چې د تریاکو رانيولو جواز لري، کولای شي چې دا تریاک رانيسي.

نوموړي وویل:

"تر دې وروسته افغان دولت د ملګرو ملتونو د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې له بورډ سره د موافقې له مخې، د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په قانون کې داسې تعدیل راوستی چې هغه شرکتونه چې د تریاکو د رانيولو جواز لري او دا ترياک په صنعت کې کار ځیني اخلي، موږ یې ورباندې خرڅوو."

دا په داسې حال کې ده چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په ۱۳۹۶ لمریز کال کې ۱۸۹۱ کېلو ګرامه هيروئین، ۱۰۶۰۰ کېلو ګرامه مورفین او نږدې دوه نيم ټنه کېلو ګرامه تریاک نیولي دي.