هلمندي پرلتوال: د غوښتنو تر منلو مو غذایي اعتصاب دوام مومي

په هلمند ولايت کې د پيل شوي پرلت يا تحصن برخه وال وايي، تر هغو چې افغان حکومت او وسله وال طالبان يې غوښتنې ونه مني، خپل پرلت به پاى ته ونه رسوي.

د دغه پرلت برخه والو ويلي، له پرونه يې د نه خوړلو اعتصاب ځکه پيل کړ چې تر اوسه يې د اوربند غوښتنې ته نه حکومت او نه وسله والو طالبانو مثبت ځواب ويلى دى.

دغه فعالان غوښتنه لري چې افغان حکومت دې اوربند وکړي او وسله وال طالبان دې د سولې خبرو ته حاضر شي.

د دغه تحصن د ښځو د برخې مسؤلې حسینې احساس ازادي راډيو ته وويل:

"تر هغو چې دولت او مخالفان مو غوښتنې ونه مني، خپل غذايي اعتصاب ته ادامه ورکوو."

دغه حرکت وروسته له هغې پيل شو چې د تېرې جمعې په ماښام د لښکرګاه ښار په لومړۍ حوزه کې ځانمرګى بريد وشو.

په هغه بريد کې ١٦ ملکيان ووژل شول او تر ٥٠ زيات نور په کې ټپيان شول.