روسیه له دغه هېواده دومره بهرني ډیپلوماتان باسي څومره چې نورو د روسيې ویستي

روسيه وايي، په سنټ پټرزبرګ ښار کې به د امريکا قونسلګري وتړي او له دغه هېواده به هغه شمېر ډيپلوماتان اخراج کړي چې بريتانيا، د امريکا متحدو ايالتونو او نورو هېوادونو ايستلي دي.

له بريتانيا، د امريکا له متحدو ايالتونو، ناټو، د اروپايي ټولنې له ګڼو غړو هېوادونو او نورو هېوادونو چې د اروپايي ټولنې غړي نه دي، لکه اوکراين، تر ١٥٠ ډېر روسي ډيپلوماتان اخراج شوي دي.

دغه ډيپلوماتان د پخواني روسي جاسوس سرګي سکريپال او د هغه د لور يوليا د مسمومېدو د قضيې په ځواب کې اخراج شوي دي.

بريتانيا پر روسيې تور لګولى چې دغه دوه کسان يې د اعصابو په بېسدوونکې مادې مسموم کړي، خو مسکو دا تور رد کړى دى.

دې مسئلې د مسکو او غربي هېوادونو ترمنځ ډيپلوماتيک کړکېچ ولاړ کړى دى.

سرګي لاوروف

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف پرون پنجشنبه ناوخته وويل:

"د روسيې لپاره د امريکا سفير جان هنټسمن زموږ وزارت ته رابلل شوى و او زما معين سرګي ريابکوف د امريکا په وړاندې زموږ د ځوابي اقداماتو په باب معلومات ورکړي دي، په هغو اقداماتو کې د برابر شمېر ډيپلوماتانو اخراج او زموږ هغه پرېکړه شامله ده چې په سنټ پټرزبرګ کې د قونسلګرۍ د کار د دوام د اجازې بېرته اخيستل دي."

تر دې مخکې د امريکا متحدو ايالتونو له خپلې خاورې ٦٠ روسي ډيپلوماتان اخراج کړل او د امريکا په سياتل کې يې د روسيې د قونسلګرۍ د تړلو امر وکړ.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وويل، په سنټ پټرزبرګ کې د قونسلګرۍ فعاليت بايد په دوو ورځو کې دننه وځنډول شي، له مسکو څخه دې ٥٨ او له يکاتيرين برګ څخه دې ٢ امريکايي ډيپلوماتان تر راتلونکې پنجشنبې اخراج شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د روسيې له خوا د ډيپلوماتانو د اخراجولو پر اقداماتو نه دى حيران شوى او ويلي یې دي، دغسې اقدامات نه شي توجيه کېداى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيدر ناويرت خبريالانو ته وويل، روسيه بايد د يوه قرباني غوندې عمل ونه کړي او هغې د مسکو دغه اقدامات د افسوس وړ وبلل.

پخوانى روسى جاسوس سرګي سريپکال او د هغه لور يوليا د مارچ مياشتې پر څلورمه د انګلستان په ساليسبوري ښار کې بېسده وموندل شول.

مسکو وايي، د دوى په مسمومولو کې لاس نه لري او له بريتانيا يې غوښتنه کړې چې ثابته دې کړي، په خپله دا هېواد په دې پېښه کې لاس نه لري.