د کندز ولایتي شورا: طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې ښوونځي تړلي

د کندز ولایتي شورا وايي، په دغه ولایت کې وسله‌والو مخالفینو تر خپل واک لاندې سیمو کې د ښوونځيو دروازې تړلي چې له کبله زیات شمېر ماشومان له ښوونې او روزنې څخه بې‌برخه پاتې دي.

ولایتي شورا وايي، سربېره پر دې وسله‌وال طالبان په ښوونځیو کې خپل د خوښې مضمونونه تدریسوي چې دغې موضوع د دې ولایت خلک او د ولایتي شورا غړي اندېښمن کړي دي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال صفي‌الله امیري په دې اړه وايي:

"اوس‌مهال کابو د دې ولایت ۵۰ سلنه ښوونځي د وسله‌والو مخالفینو تر ادارې لاندې دي او هغوی خپل تعلمي نصاب په‌کې پلی کوي او دغې مسئلې موږ سخت اندېښمن کړي یو او موږ له دولت څخه غواړو چې د دغه ولایت ښوونځي تر خپل واک لاندې راولي."

بل‌خوا د کندز امنيه قوماندان عبدالحمید حمیدي ازادي راډیو ته وویل چې په نږدې راتلونکي کې دوی د دې ولایت په کچه په ناامنو سیمو کې د ښوونځیو د خلاصولو په هدف پراخ پوځي عملیات پیلوي.

له دې سره سم ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو مخالفینو ویاند معرفي کوي، د کندز د ولایتي شورا د غړو دغه ادعا ردوي چې ګواکې ښوونځي د طالبانو له‌خوا تړل شوي دي او زیاتوي چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې د ټولو ښوونځيو دروازې خلاصې دي.

خو سره له ډېرو هڅو ونه‌توانېدو چې په دې اړه د کندز د پوهنې ریاست نظر هم واخلو.

د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌مهال د کندز په کچه څه باندې ۵۵۰ ښوونځي شتون لري چې له دې شمېر څخه څه باندې ۲۰۰ ښوونځي یې ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.