یوه امریکايي چارواکې پر یو لړ مسایلو د بحث لپاره پاکستان ته تللې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړې چارواکې د دوه اړخیزو اړیکو او د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان د مبارزې په اړه د خبرو لپاره اسلام‌اباد ته رسېدلی ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د دې وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو د څانګې مشره الېس ولز «Alice Wells» به چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پلازمېنې ته رسېدلې ده، د دې هېواد له یو شمېر جګپوړو چارواکو، د نړیوالو سازمانونو له مشرانو او د خصوصي سکټور له یو شمېر غړو سره وویني.

په بیان کې ویل شوي چې مېرمن ولز به د جنوبي اسیا لپاره د واشنګټن پر ستراتېژۍ او په پاکستان کې د ټولو ترهګرو ډلو د له‌منځه وړلو په برخه کې د دې هېواد د ژمنو په اړه خبرې وکړي.

له پاکستاني چارواکو سره د ولز خبرې به دغه‌راز د اقتصادي او سوداګرۍ پر اړیکو چې ګټه‌یې دواړو هېوادونو ته رسېږي هم متمرکزې وي.

په پام کې ده چې ولز بندري لوی ښار کراچۍ ته لاړه شي او هلته له سیمه‌ییزو چارواکو او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د ټولنې له مشرانو سره وګوري.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر اسلام‌اباد انتقاد وکړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې کافي اقدامات نه‌دي کړي، د بهرنیو چارو وزارت په تېره جنورۍ میاشت کې له پاکستان سره په امنیتي برخه کې د لږ تر لږه ۹۰۰ میلیونه ډالرو مرسته وځنډوله.