رشید: د ۴۰ سلنه انتخاباتي مرکزونو د امنیتي خطر احتمال شته

د انتخاباتو د څار یوه ټولنه وایي، دا احتمال شته چې د افغانستان د پارلماني انتخاباتو د رأی ورکولو ۴۰ فیصده مرکزونه له امنیتي ګواښونو سره مخامخ وي.

د جرمني «ډي. پي. اې» خبري اژانس د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ د مشر محمد یوسف رشید له قوله لیکلي چې د چهارشنبې په ورځ‌یې ویلي چې د رأی ورکولو له جوړېدونکو ۷۴۰۰ مرکزونو څخه، ۹۴۸ مرکزونه په هغو سیمو کې موقعیت لري چې د دولت له کنټروله وتلي دي او د طالبانو په واک کې دي.

د ښاغلي رشید په خبره ۱۱۲۰ مرکزونه د شدید خطر او ۱۱۲۲ مرکزونه به له متوسط خطر سره مخامخ وي.

د «ډي. پي. اې» اژانس لیکي سره له دې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د پر وخت ټاکنو ادعا کوي، خو لوېدیځ چارواکي وایي ښایي دا انتخابات په اکټوبر میاشت کې وشي.

اژانس وايي، په اکټوبر میاشت کې ښایي ځیني لوژستیکي ستونزې هم وي، ځکه په هغه فصل کې په ځینو برخو کې د واورې د ورېدو احتمال شته.