افغان حکومت به تر دې وروسته نیول کېدونکي تریاک د سوځولو پر ځای پلوري

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې عدلي مرکز وايي، له مخدره موادو سره د مبارزې له نړیوال بورډ څخه د موافقې له ترلاسه کولو وروسته نیول کېدونکي تریاک په قانوني ډول خرڅوي.

دغه مرکز د لومړي ځل لپاره په قانوني ډول د نیول شویو تریاکو د پلور خبره کوي.

د دغه مرکز ویاند احمد خالد موحد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۰۸» په کابل کې خبري غونډې ته وویل، دغه مرکز په ۱۳۹۶ لمریز کال کې ۱۸۹۱ کېلو هیروئین، ۱۰ زره ۶۰۰ کېلو مورفین او نږدې ۲،۵ ټنه تریاک نیولي دي.

دی وايي، د نیول شویو نشه‌یي توکو له ډلې تریاک له دې وروسته د سوځولو پر ځای، په نړیوالو جواز لرونکو شرکتونو پلوري.

نوموړي زیاته کړه:

"له دې وروسته افغان دولت د ملګرو ملتونو د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې له بورډ سره د موافقې له مخې، د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په قانون کې داسې تعدیل راوستلی چې که کوم شرکتونه د تریاکو د اخیستلو جواز لري او هغه په صنعتي کارونو کې استعمالوي، موږ یې پرې وپلورو."

ښاغلي موحد چې د ۱۳۹۶ لمریز کال لاسته راوړنې یې له رسنیو سره شریکولې، وویل چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې عدلي مرکز په دغه کال کې ۲۵ ټنه الکولي مشروبات او مخدره مواد هم نیولي چې ډېره برخه‌یې تریاک جوړوي.

د راپورونو له مخې، افغانستان د تریاکو د پلور دا جواز داسې وخت تر لاسه کوي چې له دې وړاندې ایران، هندوستان او ترکیه هم ورته جوازونه لري.

خو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د عدلي مرکز په وینا، د دغې موافقې له مخې یوازې هغه نشه‌يي توکي پلورل کېدای شي چې امنیتي ځواکونه‌یې له قاچاق وړونکو نیسي، نه هغه چې بزګران‌یې تولیدوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د مخدره موادو د ډېرې کرکېلې او تولید په اړه ګڼې اندېښنې موجودې دي.

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د مخدره موادو او جرمونو د دفتر او افغان حکومت وروستی ګډ راپور ښيي چې په افغانستان کې تېر کال د نشه‌يي موادو کښت ۸۷ فیصده زیات شوی دی.

نیول شوي نشه یي توکي

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وايي، که دا موضوع ښه مدیریت شي د افغانستان له اقتصاد سره مرسته کوي، خو که په دې کې مافیایي کړۍ ښکېلې شي، دا کار به د افغانستان تور او جرمي اقتصاد ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی تلاش وایي:

"دا کار هم ګټې او هم تاوان لري، خو په ځينو هېوادونو کې يې د مدیریت په صورت کې ښې نتیجې ورکړي، که مدیریت‌یې د حکومت په لاس کې وي او له جواز لرونکو شرکتونو څخه سیمه‌ییز او نړیوال ضمانتونه موجود وي، نو دا به نسبتاً د افغانستان د اقتصادي نظام په ګټه وي، خو که مدیریت‌یې غلط و، دا به ډېرې لويې ستونزې پیدا کړي."

د ښاغلي تلاش په خبره، په ځینو هېوادونو کې له تریاکو په صنعتي تولیدي توکو، دارو درملو او نورو شیانو کې استفاده کېږي.

خو دی وايي، مخدره مواد په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان لپاره په یوه سرخوږي بدل شوي چې د دغه هېواد اقتصاد، امنیت او ټولنیز ژوند ګواښي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ