نړیوالې ټولنې د افغانستان په اړه د تاشکند د غونډې ملاتړ وکړ

نړیوالې ټولنې د تاشکند په کنفرانس کې د افغانستان د سولې له پروسې کلک ملاتړ څرکند کړ.

ملګرو ملتونو، د امنیت د نړیوالې شورا پنځو دایمي غړو، اروپايي ټولنې او څه د پاسه ۱۰ نورو هېوادونو د افغانستان په اړه د تاشکند په دوه ورځنۍ غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

د کنفرانس په اعلامیه کې راغلي دي چې روغه جوړه د افغانستان د جګړې د ختمولو تر ټولو غوره لار ده او سیمه‎ییز هېوادونه او نړیواله ټولنه په دې برخه کې له طالبانو سره د سولې د مستقیمو خبرو په باب د افغان حکومت د پېشنهاد ملاتړ کوي.

طالبانو چې تر اوسه‌يې د افغان حکومت د سولې پېشنهاد ته رسماً ځواب نه‎دی ورکړی، فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې دوی د تاشکند کنفرانس ته نه‌وو، بلل شوي او اوس به له وخت نه مخکې وي چې د دې کنفرانس د پایلو په اړه خپل عکس‌العمل څرګند کړي.