نیویارک ټایمز: د طالبانو نادره چوپتیا د سولې د نوي کنفرانس سبب شوه

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې، د سولې پر خبرو د طالبانو نادره چوپتیا د سولې د نوي کنفرانس سبب شوه.

دا مقاله د تاشکند د غونډې په اړه ده.

په دې غونډه کې پرون سې شنبه د افغانستان او ازبکستان ولسمشرانو، د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې او د روسیې، چین، امریکا او پاکستان په ګډون د نږدې ۲۰ هېوادونو استازو برخه واخیسته.

نیویارک ټایمز لیکي چې له څو کلونو راهیسې په مختلفو ځایونو کې ډیپلوماتان راغونډ شوي دي او د افغانستان د سولې په ارتباط غږېدلي، خو هر ځل یا طالبانو په‌کې حضور نه‌دی لرلی او یا یې د سولې دا خبرې رد کړې دي.

ورځپاڼه لیکي چې طالبان لکه تل د تاشکند په غونډه کې نه‌وو، خو دوی د سولې پر وروستیو رسمي هڅو په عام ډول غلي پاتې شوي دي.

نیویارک ټایمز څرګندوي چې د سولې په دا ځل خبرو کې له تېرو خبرو سره توپیر دا و چې د غونډې برخه‌وال سولې ته هیله‌مند وو، دوی دا ویل چې د فبروري په ۲۸مه د کابل کنفرانس پر مهال د افغانستان ولسمشر طالبانو ته د سولې ډېر هڅوونکي وړاندیزونه وکړل او نړیوال فشار هم په زیاتېدو دی چې له دې سره سولې ته هیلې شته.

که څه هم طالبانو تر اوسه د ولسمشر اشرف غني د سولې د وړاندیزونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو نیویارک ټایمز لیکي چې داسې شواهد شته چې د طالبانو ترمنځ د دغو وړاندیزونو په ارتباط جدي سلا مشورې روانې دي او روانه اوونۍ د طالبانو یو شمېر مشرانو دا خبره تأیید کړه چې دوی په سلا مشورې بوخت دي.

د لوېدیځ یوې بلې چاپي خپرونې بیا په افغانستان کې د طالبانو د عوایدو یوې نوې سرچینې ته اشاره کړې ده.

  • نیوزویک مجله

نیوزویک مجله د سولې او جګړې د انسټټیوټ په وینا لیکي چې طالبان په افغانستان کې هر کال د پستې د حاصلاتو له درکه په میلیونونه ډالر ترلاسه کوي.

په افغانستان کې د پستې ستر ځنګلونه په بادغیس ولایت کې دي چې لویه برخه‌یې بهرنیو هېوادو ته صادرېږي.

نیوزویک د سیمې د یوه چارواکي په وینا لیکي چې هر کال د پستې عواید په افغانستان کې نږدې ۴۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې یوه لویه برخه‌یې د یاغیانو او نورو وسله‌والو جېبونو ته ځي.

د راپور له مخې داسې اټکل کېږي چې طالبان هر کال په بادغیس کې د پستې د حاصلاتو له درکه ۱۵ میلیونه ډالر ترلاسه کوي.

په خپله طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.