په افغانستان کې د بې‌کیفیته موادو د خرڅون د مخنیوي لپاره یو بورډ فعال شوی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، د مستهلکینو د حقونو د خوندیتوب په هدف‌یې د هېواد په بازارونو کې د بې‌کیفیته موادو د خرڅون د مخنیوي لپاره، یو بورډ فعال کړی دی.

دغه وزارت وايي، وروسته له دې به هغو سوداګرو ته اجازه ورنه‌کړي چې بې‌کیفیته مواد بازار ته وارد کړي، د مستهلکینو له بې‌وزلۍ ګټه واخلي او پرې ویې پلوري.

د دغه وزارت مرستیال فیروز مسجدي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۰۷» د مستهلک د حقونو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، دوی په همدې هدف د مستهلکینو د حقونو د مصونیت د نافذ شوي قانون له مخې، یو بورډ جوړ کړی دی.

فیروز مسجدي

نوموړي وویل:

"دغه بورډ به د بې‌کیفیته او تاریخ تېرو موادو مخه ونیسي، اوس‌مهال دغه بورډ د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې فعالیت کوي، او پلان لرو چې فعالیتونه‌یې په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي، همدارنګه دغه وزارت د خوړو او غذايي مصونیت د ملي اجنډا په پلي کولو، مهم نقش لري، له همدې امله غواړو وتوانېږو چې هغه خوراکي مواد چې بازارونو ته وړاندې کېږي، باید لوړ کیفیت ولري."

د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت مرستیال وویل، د مستهلک د حقونو د خوندیتوب قانون له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شوی او د هېواد د مستهلکینو ټول حقونه په‌کې ذکر شوي دي.

ده دا هم وویل، مستهلک حق لري چې د موادو پر کیفیت او ارزښت پوه او د پېرلو پر مهال‌یې، قناعت حاصل شوی وي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت چارواکو دا هم وویل، هغه سوداګریز اعلانونه چې د موادو له کیفیت او ارزښت سره سمون ونه‌لري، د خپرېدو مخه به‌یې ونیول شي او د تکرار په صورت کې به‌یې له عاملینو سره قانوني چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اکثره خلک له ډېرې مودې راهیسې، په بازارنو کې د بې‌کیفیته موادو له موجودیته شکایت کوي.

د کابل ښار اوسېدونکو غضنفر عادلي او حبیب‌الله ازادي راډیو ته وویل:

"د کابل په بازارونو کې چې هر څوک هر ډول مواد په قاچاقي ډول واردوي یا په غیر قانوني توګه تولیدېږي او پلورل کېږي، د دولتي ادارو له‌خوا په هېڅ صورت نه‌څارل کېږي."

"که بازار ته لاړ شئ، په خپلو سترګو به‌یې وینئ چې بې‌کیفیته جوس، شیدې او داسې نور خوراکي مواد خرڅېږي او خلک غریب دي اخلي یې، کوم مواد چې تاریخ‌یې تېر وي، روغتیا ته زیان رسوي."

د کابل دغو دوو ښاریانو دا هم وویل چې سربېره پر بې‌کیفیته خوراکي موادو، له کلونو راهیسې هېواد ته بې‌کیفیته درمل او کالي هم واردېږي او سره له دې چې اړوندو ارګانونو یې د مخنیوي ژمنې کړي، خو عمل پرې نه‌دی شوی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د دوی نوې هڅه به د دولت د نورو ارګانونو، مدني ټولنې او خلکو په مرسته لاسته راوړنې ولري.

راپور: خان محمد سیند