د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ښځو هم د اعتراض خيمه ودروله

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې ښځو هم د اعتراض په بڼه خيمه ودروله.

په هلمند ولایت کې ښځو هم پر وسله‎والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې په اړه د هلمند د ځوانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

د هلمند ولایت د بېلابېلو سیمو څخه سلګونه ځوانان وروسته له هغې په لښکرګاه ښار کې د اعتراض په ډول خیمه ودروله او د وسله‎والو څخه‌يې د سولې غوښتنه وکړه چې د تېرې جمعې په ورځ په یوه ځانمرګي برید کې ګڼ ملکي کسان ووژل شول.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د ښځو دې خیمې ته ورغلی او بشپړ راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور