د کندز پولیس د ۷ تنو وسله‌والو غلو د نيول کېدو خبر ورکوي

د کندز د امنيه قوماندانۍ چارواکي په دغه ولایت کې په دوو جلا جلا پېښو کې د ۷ تنو وسله‌والو غلو د نيول کېدو خبر ورکوي.

د کندز امنيه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې تېره شپه د څلورمې امنیتي حوزې په سیمه کې وسله‌والو غلو غوښتل چې د یوه کور ټول شته په غلا یوسي، خو د سیمې خلک او د څلورمې حوزې پولیس پرې خبرېږي چې په پایله کې د وسله‌والو غلو او پولیسو ترمنځ نښته کې یو تن غل وژل شوی او پنځه‌یې د پولیسو له‌خوا له دوه میله وسلو سره نیول شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې د نوموړي ولایت د امنيه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدیر ویس‌الدین تلاش بیا وايي چې دوی دوه تنه وسله‌وال غله له ۲ زره منه خوراکي توکو سره باالفعل نيولي دي.

نوموړی وایي، زموږ درې تنو هېوادوالو د کندز له امام صاحب ولسوالۍ ۲ زره منه وريژې او غنم اخیستي وو او کابل ته‌یې انتقالول چې د کندز-شیر خان بندر پر لویه لاره ترې دغو دوو وسله‌والو غلو اخیستي وو.

د کندز امنیتي چارواکو په داسې حال کې د ۷ تنو وسله‌والو غلو د نیول کېدو خبرو ورکوي چې له دې وړاندې د دې ولایت اوسېدونکو د وسله‌والو غلاوو له زیاتېدو څخه شکایتونه کړي وو.