پاکستان د اټمي وسلو د نه‌خپرولو په اړه د خپلې سابقې دفاع وکړه

وروسته له دې چې امریکا پر ۷ پاکستاني شرکتونو په اټمي معاملو کې د لاس لرلو په شک بندیزونه ولګول، پاکستان د اټمي وسلو د نه‌خپرولو په اړه د خپلې سابقې دفاع وکړه.

په اسلام‌اباد کې د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه په یوه خپرپاڼه کې وویل:

"د اټمي وسلو د نه‌خپرولو، د صادرېدو د کنټرول او دغه‌راز د اټم د ساتنې او امنیت په برخو کې د پاکستان هڅې ټولو ته څرګندې دي."

د امریکا بندیزونه د اټمي مهیا کوونکو په ډله کې چې د اټمي ټکنالوژۍ د راکړې ورکړې اجازه لري، د پاکستان د غړیتوب هیله مړاوې کولای شي.

د امریکا د صنعت او امنیت ادارې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ پر پاکستاني کمپنیو بندیزونه ولګول.

دې ادارې وویل، د امریکا حکومت معلومه کړې چې دا پاکستاني کمپنۍ د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت یا د بهرنۍ پالېسۍ د ګټو خلاف عمل کوي.

د امریکا او پاکستان اړیکې په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ پر سر ترینګلې شوې دي.

پاکستان دا تور ردوي چې د طالبانو ملاتړ کوي.