ازبکستان پلخمري ته د ۵۰۰ کېلو ولټه برښنا د انتقال چارې پیل کړي

ازبکستان وايي، سُرخان څخه د افغانستان پلخمري ته‌یې د ۵۰۰ کېلو ولټه برښنا د انتقال د لاین د غځولو چارې پیل کړې دي.

د ازبکستان د انرژۍ د ادارې مشر الغ بیک مصطفایف په تاشکند کې خبریالانو ته وویل چې له دې سره به افغانستان ته د ازبکستان څخه د برښنا په انتقال کې په ۱۰۰ کې ۷۰ زیاتوالی راشي.

انټرفکس خبري اژانس د مصطفایف له خولې ویلي چې په ازبکستان کې یې د دې لاین د غځولو چارې پیل کړي او د جون له میاشتې به په افغانستان کې هم د دې پروژې چارې عملاً پیل شي.

د نوموړي په وینا له ازبکستان نه افغانستان ته د ۵۰۰ کېلو ولټه برښنا د انتقال مزی به د ۲۶۰ کېلو مترو په واټن وغځول شي چې ۱۵۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي.

د نوموړي په وینا د دې لګښت ۱۱۸ میلیونه ډالر افغان حکومت ورکوي او پاتې برخه‌یې د ازبکستان د انرژۍ اداره د پانګونې په توګه لګوي.

ټاکل شوې چې د برښنا عملي انتقال به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې پیل شي.