په کونړ ولایت کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې تر اوسهيې په ولایت کې وسلهوالو مخالفینو یو ښوونځی هم نهدی تړلی، خو د پاکستاني ځواکونو د توپچي بریدونو په وجه ۶ ښوونځي بند دي.
د کونړ د پوهنې رئیس مجیبالرحمن همدرد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولایت په لیرې او ناامنو سیمو کې يې ښوونځي فعال دي او تر اوسه د دولت د وسلهوالو مخالفینو لهخوا کوم ښوونځی نهدی تړل شوی.
نوموړی وايي:
"د الله شکر دی، تر دې دمه ماته داسې کوم راپور نهدی راغلی چې د کومې ډلې لهخوا موږ ته د ښوونځي د تړلو کوم ګواښ شوی وي، بلکې موږ ته ډاډ راکړل شوی چې د معارف په برخه کې به ستونزې نهوي او همکارې به کوي."
همدرد وايي، د ډیورند کرښې ته په نږدې پرتو ساحو کې د پاکستاني ځواکونو د توپچي بریدونو له امله شپږ ښوونځي تړل شوي چې له یادو سیمو خلکو هم کډې کړې دي.
نوموړی وايي:
"زموږ ځیني ښوونځي د جګړو له امله غیر فعال دي او یا هم د پاکستان لهخوا بریدونه دوام لري. نو په دې اساس خلک راکډه شوي او ښوونځي غیر فعال دي، خو تړل شوي نهدي. شپږ ښوونځي زموږ غیر فعال دي، دا په دانګام، شلتن او سرکاڼو ولسوالیو کې دي."
هغه وايي، له کومو سیمو چې خلک کډه شوي، د هغوی ماشومانو تهيې په نورو ښوونځیو کې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
پر شلتن ولسوالۍ هم تل د پاکستان پوځ د توپونو درنې ډزې کوي چې د زیاتو سیمو يې اصلي اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او له زدهکوونکو هم ښوونځي پاتي.
د یادې ولسوالۍ د چوګام د ښوونځي سر ښوونکي محمد ایوب ازادي راډیو ته وویل:
"د پاکستان لهخوا مرمۍ راځي او زموږ ۵ ښوونځي په بره دره کې ټول بند دي، خلکو کورونه پرېښودل، موږ څخه زدهکوونکي هم تیت پرک شول او د ډزو له وېرې څوک ښوونځیو ته نهشي تللی."
د پاکستاني توپچي بریدونو په وجه بېکوره شوي خلک وايي، حکومت او نړیواله ټولنه باید په پاکستان فشارونه زیات کړي، څو يې پوځونه د دوی په کورونو او د کونړ پر خاوره له بریدونو منع شي او دوی بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
د کونړ مسؤلین تل د پاکستاني ځواکونو لهخوا توپچي بریدونه تأییدوي، خو وايي چې د یادو بریدونو راپور يې مرکز کابل ته لېږلی، خو تر اوسه د لېږل شویو راپورونو کومه داسې مثبته پایله نهده معلومه شوې.
په کونړ کې د پوهنې ریاست مسؤلین پهداسې حال کې د شپږو ښوونځیو د غیر فعالېدو خبره کوي چې د شنبې په ورځ ولسمشر د نوي ښوونیز کال د پیل په غونډه کې وویل چې په ټول هېواد کې ۱۰۰۰ ښوونځي د جګړو او وسلهوالو مخالفینو د ګواښونو له امله بند دي چې شااوخوا د ۳ میلیونه ماشومانو د زدهکړو مخهيې نیولې ده.
راپور: روحالله انوري