د تاشکند په کنفرانس کې د افغان حکومت د سولې وړاندیز څېړل کېږي

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې د تاشکند په کنفرانس کې به د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیز وڅېړل شي او ګډونوال به یې ملاتړ وکړي.

د دې شورا ویاند احسان طاهري نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له ترهګرۍ سره مبارزه د دې کنفرانس یوه مهمه اجنډا ده او هڅه کېږي چې پرهغو هېوادونو چې د افغانستان د سولې پروسې ته خنډونه جوړوي، فشارونه زیات شي.

نوموړی زیاتوي:

"دغه کنفرانس د دولتونو په کچه دی او د افغانستان د دولت پر پلانونو په تېره بیا، د سولې په برخه کې د دې هېواد پرهڅو به بیا ټینګار او د هغو ملاتړ وشي."

د طاهري په وینا، په دې کنفرانس کې به ګډون کوونکي هېوادونه هڅه وکړي چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې یوه اجماع رامنځته کړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د تاشکند دغه دوه ورځنی کنفرانس سبا دوشنبه پرانيستل شي او په هغه کې به د سیمې او نړۍ یوشمېرهېوادونه او څو نړیوال سازمانونه ګډون وکړي.