نن یکشنبه په ترکمنستان کې پارلماني انتخابات کېږي

نن یکشنبه په ترکمنستان کې پارلماني انتخابات ترسره کېږي.

د ترکمنستان د ۱۲۵کسیز پارلمان لپاره شااوخوا ۲۸۴ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.

ټول کاندیدان د درېیو ګوندونو غړي او څو تنه خپلواک دي، خو ټول ولسمشرقربان قلي بیردي محمدوف ته وفادار ښکاري.

د دوی په منځ کې د ولسمشر زوی ۳۶ کلن سردار بیردي محمدوف هم شامل دی چې ډېر کتونکي یې د اوسني ولسمشر ځای نیوونکی بولي.

هغه تاشکند ته نېږدې له اخال سیمې بیا ځان کاندید کړی چې په ډېره اسانۍ سره به بېرته خپله څوکۍ وګټي.

د څارونکو په باور، که د پارلمان اوسنۍ مشره اقجا نوربیردییوا چې ۶۱ کلنه ده، که له دغه مقامه لېرې شي، یا په خپله ونه غواړي چې هغه مخ ته یوسي، ښایي سردار بیردي محمدوف یې پرځای وټاکل شي چې په دې سره به هغه په راتلونکې کې د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره نور هم ورنېږدې شي.

د ترکمنستان مخکنیو انتخاباتو ته په پام سره، د دې هېواد هیڅ انتخابات لوېدیځ څارونکو ډلو ازاد او عادلانه انتخابات نه دي بللي او ښایي ننني انتخابات هم له ورته برخلیک سره مخ وي.

د تېرې فبرورۍ د میاشتې په انتخاباتو کې د ترکمنستان ولسمشر بیردي محمدوف په سلو کې د ۹۷ رأیو په ګتلو سره بیا د ولسمشرۍ د درېیمې دورې لپاره غوره شو.

په تېره جنوري میاشت کې غیرحکومتي فریډم هاوس موسسې چې په واشنګټن کې دېره ده، په ګازو بډای ترکمنستان د سیاسي او مدني ازادیو له نظره د نړۍ په ۱۲ ترټولو بدو هېوادونو کې شامل وباله.

ترکمنستان چې شااوخوا ۶ ميلیونه نفوس لري، د تېلو او ګازو بډایه زېرمې لري.

روسیې په ۲۰۱۶ کال کې له دې هېواده د ګازو پېرل ودرول خو چین د یوې نوې نل لیکې په جوړولو سره، د ترکمنستان د ګازو په ترټولو لوی پیرېدونکي بدل شوی دی.