بصیر مجاهد: د کابل په چمنِ حضوري کې چاودنې یو تن وژلی

د کابل ښار په چمنِ حضوري کې پرون شنبه په چاودنه کې یو تن ووژل او ۱۳ تنه زخمیان شول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند، بصیر مجاهد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د ماښام په شپږ نیمو بجو وشوه.

ښاغلي مجاهد د زخمیانو شمېر ښپږ تنه ښوودلی، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د عامې روغتیا د وزارت د ویاند، وحید مجروح په حواله د زخمیانو شمېر ۱۳ تنه ګڼلی دی.

د حملې هدف د افغانستان د مدني ټولنې د یو شمېر فعالانو پرلت و چې د پښتنو، بلوڅو او هزاره ګانو د حقونو او په پاکستان کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ په ملاتړ یې پېل کړی دی.

د پرلت یوه تنظیمونکي، عنایت ساپي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د خېمې دننه ناست وو، یوه ویناوال خبرې کولې، یو ډېر قوي انفجار وشو، ملګري شاوخوا وغورځېدل، زخمیان شول، نو موږ له خېمې ووتلو، زخمیان روغتونونو ته انتقال شول."

د حملې مسؤلیت لا کومې ډلې نه دی اخېستی.